افغانستان

عدليې وزارت تر زر ډېرې ټولنې لغوه اعلان کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د عدليې وزارت د شاوخوا ۱۲۰۰ ټولنو چې په بېلابېلو برخو کې جوازلیکونه اخیستي و، لغوه کړي دي.

د دې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، د ټولو لغوه شویو، ټولنو شمېر تر ۱۲۸۰ پورې رسېږي، چې هغه يې علت د فعالیت د جواز د ختمېدو د نېټې پوره کېدل یاد کړي دي.

ریاضت ويلي، هره هغه ټولنه چې د فعالیت موده يې پوره شوې وې او تر شپږو میاشتو پورې عدلیې وزارت ته مراجعه ونه کړي، د وزارت له لوري لغوه اعلانېږي.

د هغه په وینا لغوه شوې ادارې په ټولنیز ډول، اتحاديو په شکل، بنیادونو او شوراګانو په ډول پر کار بوختې وې.

په دې وزارت کې د فرهنګي، سیاسي، ټولنیزو او دیني خدماتو په پلمه د ثبت شویو ټولنو شمېر تر زرګونو اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x