
د شکایاتو کمیسیون د لسو ولایتونو په اړه پرېکړه ټاکنو کمیسیون ته سپارلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د لسو ولایتونو د پایلو په اړه يې خپله پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلې ده.
د ټاکنو شکایتونو ویاند علي رضا روحاني له رسنیو سره خبرو کې ویلی، د لسو ولایتونو د لومړنیو پایلو اړوند شکایتونه يې څېړلې او وروستۍ پرېکړه يې د ټاکنو کمیسیون ته سپارلې ده.
که څه هم وړاندې تر دې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ځينو ولایتونو د لومړنيو پایلو په اړه ویلي و، چې ښايي سل سلنه بدلون پکې راشي، خو علي رضا روحاني وايي چې د دې لسو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
په ورته وخت کې وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، چې د کابل ولایت لومړنۍ پایلې به شنبه (پرون، ۲۲مرغومي) تر پایه اعلان شي، خو لا يې هم درک ونه لګید.
د ټاکنو کمیسیون ويلي و، د کابل ولایت د ۳۰۰ مرکزونو د رایو له څېړلو وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان کړي.