ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي ځواکونه طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو په کمه زاوه سیمه کې د طالبانو او داعش جګړه مارو ترمنځ جګړه ګرمه شوه، چې مرستې ته يې امریکایي ځواکونه د دولتي کمانډو عسکرو په ملتیا ور ورسېدل.

د سیمې اوسېدونکي وايي، بهرنيو او دولتي عسکرو هغه طالب سرتېري په نښه کړل، چې له داعشیانو سره پر لومړۍ کرښه کې جګړه کې ښکېل و.

طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او یاده کړې يې ده، چې د داعش مرستې ته ورغلي ګډ ځواکونه يې سخت ځپلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د ورته حالت انتظار ایست او داعش ته د مرستندویه دولتي او امریکايي ځواک تر ور رسېدو وړاندې د دوی سرتېري چمتو ناست و.

د مجاهد په وینا له مرستندویه ځواکونو يې او ۱۳ کمانډو عسکرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

ختیځ ولایت نننګرهار کې د داعش، امریکا او حکومت ګډ مثلث اوس په عام ولس کې هم د طالبانو پر ضد شریک جګړه مار بلل کېږي او د یو بل د ښکېلتیا په مرسته کې همکارۍ ته ور دانګي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د