افغانستان

سرور دانش: ټاکنیزو کمیسیونونو ته مو صبر پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني دویم مرستیال چې په ټاکنیزه پروسه کې پرې د ډېر دخالت تورونه هم لګیدلي، ټاکنیزو کمیسیونونو ته ګواښ کړی دی.

دانش نن په یوه غونډه کې وویل، د ټاکنیزو کمیسیونونو کمزورۍ نورې د منلو نه دي او په وینا يې «د صبر کاسه په ډکېدو ده.»

هغه وویل، تر ټاکنو درې میاشتې تېرېږي خو لا هم ټولې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

سرور دانش په داسې حال کې د ټاکنیزو کمیسیونونو پر چلند نیوکه کوي، چې څارونکي بنسټونه دواړه کمیسیونونه د هغه په لاس کې لاس بولي.

په ټاکنیزه پروسه کې د ښاغلي دانش پر دخالت هغه وخت لا توندې نیوکې وشوې، چې د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر منځ ناندرۍ د ده پر امر او ګډه جلسه یو دمي حل شوې.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویلي، چې د لسو ولایتونو د لومړنیو پایلو په اړه يې وروستۍ پرېکړه د ټاکنو کمیسیون ته لېږلې ده.

د ټاکنو کمیسیون وړمه ورځ وویل، چې (شنبه، ۲۲مرغومي) به د ورځې تر پایه د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو څرک يې ونه لګید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x