نړۍ

منظور پښتين: د خپلو حقونو لپاره سوله‌ ييزې مبارزې ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، د پښتنو خاوره د ترهګرۍ په نوم ويجاړه شوې او ولس يې ځپل شوی، خو  دوی به خپلې سوله ييزې مبارزې ته دوام ورکوي.

منظور پښتين نن د خیبر پښتونخوا ټانک سيمه  کې د پوليسو له لوري د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسيد د لومړي تلين په پوره کېدو د زرګونو کسان ولسي غونډې ته وويل، چې د يوه کال په تېرېدو لا هم د  نقیب الله مسيد قاتل نه دی محاکمه شوی.

ښاغلي پښتين يو ځل بيا له حکومت او قضايي ارګانونو غوښتي، چې د نقیب الله مسيد  قاتل د کراچۍ د پوليسو افسر راو انور ونيسي او د قتل په تور يې محاکمه کړي.

نوموي دا هم وويل، چې حکومت دې د پښتنو ژغورنې غورځنګ ورک شوي کسان پيدا او محکمې ته وړاندې دي.

دی وايي، چې د پاکستان اساسي قانون له لوري د ورکړل شوو حقونو له مخې خپل سوله ييزه  مبارزه کوي او تر څو يې، چې غوښتنې نه وي منل شوي، که سل کاله هم تېر شي، دا مبارزه به روانه وي.

منظور پښتين د پاکستان او چين ترمنځ د ميلياردونو ډالرو سترې اقتصادي پروژې په اړه هم وويل، چې دغه پروژه يوازې د پنجاب په ګټه ده او پښتانه ترې محروم دي.

هغه په لومړي ځل د پښتنو په سيمو کې د طبيعي زېرمو يادونه وکړه، چې دا خاوره له ګڼو طبيعي شتمنيو مالامال ده، خو پښتانه يې د ګټې ترلاسه کولو واک نه لري.

د منظور پښتين په مشر د پښتنو ژغورنې غورځنګ وروسته تر هغه فعاليتونه پيل کړل، چې تېر کال دا ورځ د کراچۍ  پولیسو افسر راو انور د نقیب الله مسيد په نوم يو وزیرستانی ځوان له طالبانو سره د اړيکو په تور وواژه، خو وروسته روښانه شوه، چې د راو انور ادعا بې بنسټه وه او د پښتنو ژغورنې غورځنګ په دې اړه خپل لاريونونه پيل کړل.

د پاکستان حکومت له ياد غورځنګ سره ژمنه کړې وه، چې  د نقيب الله مسيد قاتل به محاکمه کوي، ورک شوي کسان به يې  خوشې کوي او ټولې غوښتنې به يې مني، خو منظور پښتين او نور ملګري يې وايي، چې حکومت لا هم د  دوی غوښتنې نه دي منلي او د پښتنو ژغورنې دغه غورځنګ به خپلې سوله ييزې مبارزې ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اشرف کمال

یاره څه ووایم …! ځینې خلک وايي چې پښتین به هم یو وخت دپښتنو له برخلیک سره لوبه وکړي ،خو د نورو په توسط.

غمی،پښتین

غمی پښتین یمه د سټی…………………….خبری نه کومه غټی غټی
لر او بر پښتانه یوو سره یو……………….شرق او غرب مسلمانان یوو سره خپل
سوله راوالو په سوله پسی ځو……………..جنګ جدل ورکوو منافقان ختموو
چه مرور وی هغه هم په خوله کوو……………..سوچه شریعت جاری کوو

دلندن او د جرمن خلقیان سمه وو………..که نه سمیدل خوله یی د خاوری ډکوو

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،غمی،پښتین،سټی کنډو،پکتیا ګردیز

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x