نړۍ

د مولانا حمدالله جان په جنازه کې په زرګونو کسانو شرکت وکړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): نن ماسپښين د خیبرپښتونخوا په صوابۍ ښار کې د مولانا حمدالله جان جنازه واخیستل شوه چې په کښي په لسګونو زره خلکو ګډون کړی وو.

په دغه جنازه کې چې ګډونوال یې اکثره علماء، طالبان او عوام خلک وه، تقریرونه هم وشول او د مولانا صاحب شاګردانو او دیني عالمانو ویناوي په کښي وکړې.

مولانا حمدالله جان په سیمه کې یو له سترو دیني عالمانو څخه شمېرل کېدی، نوموړي د پښتونخوا د صوابۍ په ښار کې د مظهر العلوم په مدرسه کې د احادیثو تدریس کړی وو. نوموړي په خپل اتیا کلنه تدریسي موده کې په لسګونو زره دیني عالمان وروزل.

باید وویل شې چې تېره ورځ د طالبانو له لوري یوه خبرپاڼه کې د مولانا حمدالله جان وفات ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه وبلل شوه او هغه یې د طالبانو د داعیې کلک ملاتړی بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x