کله چې د دفاع وزیر د بشري حقونو ناقض وي…!

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ښاغلی اسدالله خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.
ښاغلی خالد تر دې وړاندې د ملي امنيت د رئيس او ترهغه له مخه د کندهار او غزني د والي په توګه دنده ترسره کړې ده.
نوموړى په دې وروستیو کې د ښاغلي غني له خوا 
د یوه داسې وړ او تجربه لرونکي شخص په حیث د دفاع وزارت سرپرست وټاکل شو چې و کولای شي د هغه بیواکه او مخ په ځوړ نظام له ړنګیدوڅخه وژغوري.
خو د غني په نزد همدا وړ او تجربه لرونکی شخص د بشري حقونو د څار سازمان له خوا په وژنو ، ځوورونو او اخلاقي بد معاشیو تورن دي.
په هغه راپور کې چې اوس تازه یې د نوموړي د تقرر په اړه نشر کړی راغلي، چې اسد الله خالد په غزني او کندهار کې د خپل مسؤلیت په مهال خلګ ځورولي او د هغوی کورنۍ یې ګواښلي که چېرې په دې اړه څه ووايي وبه وژل شي.
د بشري حقونو د څارسازمان له کانا ډا، امریکا او له افغان حکومت سره نورو نړيوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونې له امله دې د اسد الله خالد په محاکمه کولو کې له دوي سره مرسته وکړي.
یاد سازمان له اروپايي ټولنې هم غوښتي چې د اسد الله خالد د نوي تقرر له امله دې پرکابل حکومت جدي بندېزونه ولګوي او له هغو سره دي خپلې مالي مرستې بندې کړي.
د ښاغلي غني په ګډ حکومت کې اسد الله لومړی شخص نه دی چې د بشري حقونو د څارسازمان لخوا د خلګو په وژلو، د هغوی په جسمي او جنسي ځورونو تورنیږي ، بلکې د هغه د لومړي مرستیال جنرال دوستم په شمول د هغه د کابینې ګن شمیر نورغړي هم د بشري حقونو په تر پښولاندې کولو تورن او یاد سازمان یې د محاکمې غوښتنه کوي.
وبه کتل شي چې د ښاغلي غني حکومت د اسد الله خالد په اړه د بشري حقونو د څارسازمان راپورته په اهمیت ورکولو سره ښاغلي خالد د خپلوکړیو جرمونو پر سرعدلي او قضايي مراجعو ته سپاري او که له ولسي جرګې څخه د باور په تر لاسه کولو سره بیا په افغانانو باندې د مزیدو حقوقي او قانوني تخلفاتو په تر سره کولو سره ورته د دفاع وزارت مهمه دنده سپاري؟

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د