
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د سفرونو په لړ کې دا خل چین ته روان شو.
خلیلزاد چین ته د خپل سفر خبر په ټویټر خپور کړی خو په دې اړه یې نور جزئیات ندي ورکړي چې نوموړی به د څومره مودې لپاره هلته پاتې شي.
زلمي خلیلزاد د روانې میاشتې له «۸» نیټې د سیمې هیوادونو ته د افغان سولې په تړاو خپل سفر پیل کړي او تمه ده چې د روانې میاشتې د جنورۍ تر «۲۱» پورې به وغځېږي، نوموړی به په دې موده کې له چین، پاکستان او افغانستان څخه لیدنه کوي او د یادو هیوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېږي.
یاده دې وي چې، نوموړي چین ته تر سفر وړاندې هند ته د افغان سولې په اړه سفر بشپړ کړی او هلته یې له هندي چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي.
زلمی خلیلزاد داسې مهال چین ته په سفر روانېږي چې په قطر کې یې له طالبانو سره دوه ورځنۍ ناسته د نامعلومو دلایلو له امله لغوه شوه، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر «جان بس» د ناستې په تړاو وویل چې «دا ناسته زموږ په پلان کې شامله نه وه ځکه مو ګډون ونکړ».
سوله زمونږ افغانانو اړتيا او د امريکايانو مجبوريت دی.
زما په اند لا وختی ده چه د منظور او غمی پشتین په اړه پوره قضاوت وشی . دا چه د غفارخان کورنی د پشتنو نوم بدنام کړو هم یی په روسانو او هم یی په انګریزانو خرڅول او چه امریکایانو زمونږ هیواد اشغالولو د پشتونخوا ګورنری نشنل عوامی پارتی ته قصد ورکړی شوی وه ځکه چه دی وخت کی د انګریزانو په بلان کی د کوزی پشتونخوا د پشتنو قتل عام هم په نظر کی نیول شوی وو ، دا چه لره پشتونخوا کی تر پشتونوالی اسلامیت ډير پیاوړی وو انګریزاو د پشتنو له پشتونوالی نه بلکه د پشتنو… نور لوستل »