شيخ الحديث مولانا حمدالله جان ډاګۍ

د مرحوم شیخ الحدیث والقران مولانا حمدالله جان داجوي په یاد…!

الياس فاتح

ستا د مرګ چیغې می دزړه کورګی کړ وران شیخ صیب اوښکې مې ځي درپسې ګران حمدالله جان شیخ صیب

الماس د هجر دې راماته کړه ښیښه د زړګي
ټوټه ټوټه انځور د وصل شو جانان شیخ صیب

په احادیثو کې امیرالمومنین وې د وخت
شیخ د تفسیر وې، ترجمان وې د قران شیخ صیب

دمنځنۍ اسیا دعلم تندغرو تندې
تا اوبه خور کړې په زمزمو دعرفان شیخ صیب

دوه اتیا کاله دې خدمت دیني علومو وکړ
ستوري دعلم دې ځلیږي په اسمان شیخ صیب

ته داسلافو نمونه، ته ددې عصربرکت
دتصوف او داخلاقو یو نښان شیخ صیب

ته وې یادګار د سهارنپوري، دمولانا زکریا
ته کشمیري، او غزالي وې دزمان شیخ صیب

دفاربي، ابن سینا وې دافکارو مخزن
تفتازاني وې دمعاني او دبیان شیخ صیب

ابن خلدون، ابن کثیر وې د تاریخ او سیرت
د وخت رازي وې، ترجمان وې د نعمان شیخ صیب

بس دعلومو دروازې درباندې خلاصې وې خدای
په اسلامي نړۍ کې لمر په څیر عیان شیخ صیب

په جنازه دې ټول راټول سلګۍ سلګۍ نیوليپ

په زړه سوري شول شاګردان دې یتیمان شیخ صیب

چې دفاتح پرارژلي زړه لیونی درد ویښوي

خیراتوماوښکې دې ياد ته په ارمان شیخ صیب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د