افغانستان

امریکايي او دولتي ځواکونو د طالبانو له زندانه داعشي بندیان خوشې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت په ګډو پوځي منډوترړو لسګونه داعشي جګړه ماران د طالبانو له زندانه ازاد شول.

تېره شپه امریکايي ځواکونو او د افغان حکومت عسکرو د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ په پنج بز سیمه کې د طالبانو په هغه زندان چاپه ووهله چې د داعش جګړه مارو بندیان یې په کې ساتل.

د چاپې په پایله کې ۴۰ تنه داعشي بندیان روغ رمټ له زندانه خلاص کړي او امریکایي او دولتي عسکرو له ځان سره بیولي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په چاپه کې امریکايي ځواکونو له هوايي ځواکه هم کار اخیستی او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې لږ تر لږه ۱۲ تنه عام کلیوال په بمبار کې وژلي دي.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې «امریکايي اشغالګرو او کورنیو غلامانو» د داعشي زندانیانو د «نجات» په موخه دغې چاپه کې دوه تنه د زندان ساتونکي هم وژلي دي.

په افغانستان کې له داعشي جګړه مارو سره د امریکا او افغان حکومت د ملاتړ غځیدلي تارونه اوس نوې خبره نه ده، تر دې وړاندې د هیواد په ګڼو سیمو کې د واشنګټن او کابل قواوو داعشي جنګیالي د طالبانو له محاصرې ژغورلي او هغه طالبان یې په نښه کړي چې له داعش سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګیدل.

په یوې تازه پیښه کې تیره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو په کمه زاوه سیمه کې هم د طالبانو او داعش جګړه مارو ترمنځ جګړه شوې، چې مرستې ته یې ډیر ژر امریکايانو او دولتي کمانډویانو ځانونه رسولي دي. خو طالبان وايي چې له وړاندې یې د ورته حالت انتظار ایست او د داعش مرستې ته ورغلي ګډ ځواکونه یې سخت ځپلي دي.

د تېر کال په اګست میاشت کې طالبانو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش په خلاف عملیات ترسره کړل، چې ۹۲ داعشيان یې ووژل، ۵۱ یې ټپیان کړل او ۱۲۸ یې ژوندي ونیول. په دې عملیاتو کې افغان حکومت د داعش د ژغورنې په موخه خپل ځواکونه ګومارلي وو او د درې لوړپوړو مشرانو په ګډون یې ۲۱۶ تنه داعشي جګړه ماران په چورلکو کې له ساحې وایستل او د طالبانو له منګولو ژوندي وژغول.

په بادغیس کې د طالبانو له زندان نه د داعشي بندیانو د خوشې کولو په اړه امریکايي ځواکونو او افغان حکومت تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

درنو او محترمو د ڼن ټکی اسیا لوستونکیو اسلام علیکم. محترمو.پرون می د انترنیت په وسیله د یو یهودی سره چه اسراییلو تل ابیب کی اوسیده بحث درلود.د مباحثه په جریان کی یهودی له ما څخه دا پوښتنه وکړه چه، طالیبان او داعش دواړه اسلامی ډلی دی،او دواړه ډلی ادعا کوی چه ګویا موږ د اسلام لپاره جنګیږو.یعنی د دواړو ډلو هدف یو دی،نو دوی ولی په خپل منځ کی سره قتلوی؟ هدف یی هم یو دی ،او دواړه ډلی افغانان هم دی، نو زما سره د یهودی لپاره کوم ځواب نه وه،زر می ورته ولیکل چه زه لاړم انتېرنیت… نور لوستل »

Karwan

غمي خانه، هسي نه چه ته خپله يهود شوي ئي او داسي سوالونه له خپل فکر څخه کوي. که چيري د طالب او داعيش لاره يوه وي، نو بيا ولي حکومت او امريکايان د جګړي پروخت له داعيش څخه دفاع کوي! زه فکر کوم چه ته په دي ښه پوهيږي، خو دلته غواړي چه مجلس ګرم وساتي او خپل دالر راټول کړي. دطالب جګړه د حق په لار روانه ده، نو پريږده هسي بيځايه تبليغات مه کوه چه ګناه به د نوره هم ډيره شي. کاروان

حکیمي

زما په اند مجاهدینو باید داعشیان ترنیولو وروسته وژلي وای

سلیمان

پشتین صاحب ولی نه، زه هم ستاسی په شان د یو څټو کندو کی رمو سره می ژوند روان دی خو یو څه اسلامی پوهه می هم الحمدلله ورسره ترلاسه کړی چه د یو یهودی د دغسی پوشتنو ځواب خو درته ولیکو ، مګر مخکی له دی چه د هغه ځواب درته ولیکو یوه بله پوښتنه هم راته راوځیږیدله چه یهودی خو به په پشتو خبری نه کولی ترجمانی درله چا کوله ( ټوقه ) اسلام هم د یهودیت او عیسویت په شان یو دین او حتی ددغو ادیانو سلسله ده. په عیسویانو یهودیانو او په ڼورو ادیانو کی هم… نور لوستل »

غمی،پښتین

سلیمان صاحب سلامونه،د د ستا ځواب کټ مټ یهودی ته ترجمه او ورومی لیږه.خو قناعت یی حاصل نه شو ویی ویل چه.بیا خو اول مجاهدین وه،روسته طالیبان راوووتل ،ولی طالیبانو بیا په مجاهدینو پسی توپک واخستل؟باید طالیبان په مجاهدینو پسی تللی وای. دا یهودی زیاته کړه،چه دا جګړه شخصی ګټو لپاره.او د دین باندی یو تجارت دی. نو دا چه ما سره کوم ځواب نه وه،نو تیښته می وکړه،او په تیښته کی ماشآلله بریالی شوم.د ستا څخه مڼنه چه ځواب د لیکلی وه، د غوربندی بلیک واتر خبره می هم ورته وکړه چه کیدای شی د ستاسو پروژه وی ،خو… نور لوستل »

غوربندي

پښتين صاحب

دې يهودي کافر ته ووايه چې داعش دبلک واټر دوهم نوم دی.

جلال

دا خو اول نه معلوم وو چی داعشیان د اشغالگرانو له خوا د مجاهدینو تخریب لپاره تولید او تورید شیوی وو، تر سو سوریی غوندی، افغانستان کی هم د گدودی اچولی په واسطه مجاهدین وزوروی او شانه وویشی. خو الحمدلله چی د دوی او ددوی دبادارانو او دوستانو زرونه وچاویدل چی دوی ته د دنیا رسوایی او د غریبو خلکو آزار او خيرنى نه په غیر، الحمدلله چی هیس فایده ونرسید او نه به رسیژی ان شاءالله. الحمدلله همدی صفحه شایی چی زمونژ خلک کی د ایمانی هوشیاری او فراست کافی خاوندان موجود دی. همدا دی چی الحمدلله ددوی هیس… نور لوستل »

غ.حضرت

تر ټولو سخت روحی- اخلاقی تاوان د لیبرال دموکراسی د مَیَنانو په برخه شویدی پدې مانا چي:
که د داعش د پروژې په اصلی ماهیت اعتراف وکی نو د خپلو فکری بادارانو په وړاندی ئې ګوستأخی او بې ادبی کړیده
او که
دداعش پروژه یوه ناڅاپی او خودجوشه پروژه وګڼی نو د عقل او عینی واقعیتونو په وړاندی ئې ګوستأخی او بې ادبی کړېده.
بناً د داعش پروژه د سپټمبر د یوولسمی پروژې غوندی د هراړخیزی ازماینی یوه رښتینې او په عین حال کی ځوروونکې ډرامه ده.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx