ورزش

استرالیا لوبډلې پاکستان کې له لوبو کولو انکار وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د استرالیا کرېکټ بورډ د پاکستان کرېکټ بورډ هغه غوښتنې ونه منلې چې دوی دې پاکستان کې محدودې سیالۍ ترسره کړي.

د استرالیا کرېکټ بورډ د یادې پریکړې په اړه پاکستان کرېکټ بورډ ته خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې اوسمهال د پاکستان هېواد خراب سیاسي وضعیت له کبله نشي کولای لوبو لپاره ولاړ شي.

له دې وړاندې پاکستان کرېکټ بورډ د استرالیا کرېکټ بورډ څخه پاکستان کې د دوه یو ورځنیو سیالیو لوبولو غوښتنه کړې وه، خو استرالیا لوبډلې ښکاره انکار وکړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په مارچ او اپریل میاشت کې د پاکستان په کوربه توب په عربي امارتو کې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ لري، خو پاکستان لوبډلې غوښتل د یاد سیریز دوه لوبې پاکستان کې ترسره شي.

وړمه ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و چې د استرالیا لوبډلې دوه اوپنر توپوهونکو (عثمان خواجه او ارون فینچ) پاکستان ته د تللو خبر ورکړی و.

استرالیا لوبډلې پاکستان هېواد ته له تېرو ۲۱ کالونو راهیسې د لوبو لپاره سفر نه دی کړی، دوی دغه هېواد ته په ۱۹۹۸م کې سفر درلود، پاکستان د خپل کوربه توب سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کوي.

له دې وړاندې پاکستان لوبډلې له نیوزېلنډ کرېکټ بورډ څخه غوښتي وو چې پاکستان کې سیالۍ ترسره کړي خو د سیاسي وضعیت خرابوالي په بهانه یې انکار وکړ، دا ډول ځینو روزونکو هم پاکستان لوبډلې سره له کار کولو انکار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x