کمپیوټر یا مبایل ته کږه غړۍ کتل مو له سختو زیانونو سره مخ کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د لندن په سان فرانسسکو سټیټ پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څیړنې څخه وروسته پوه پروفیسر ایرک پيپر او دده ملګرو ویلي دي چې که تاسې په عام ډول په ولاړه سر پورته د غړۍ سره برابر سیده نیسئ نو پر بدن د سر «۵.۴۴» کلیو ګرامه یا «۱۲» پونډه وزن راځي.

خو که چیرې کمپیوټر، مبایل، لیپټاپ او یا بل داسې څیز ته په کږه غړۍ ځير ګورۍ نو د سر کوږوالي اندازه «۴۵» درجې زاویې ته رسیږي چې له کبله یې سر ځوړند شي او سر پر بدن د «۲۰.۴۱» کیلو ګرامه یا «۴۵» پونډو پورې زور راولي.

دغه مهال انسان د غاړې/څټ، اوږو، اعصابو او د سر دردۍ له سختو ستونزو سره مخ کیږي، آن تر دې چې غاړه کږول (یو خوا بل خوا کتل) هم ورته ستونزمن شي او د وخت په تیریدو ورته د ملا دردونه رامنځته شي.

دغه ډول کمپيوټر او مبایل په کږه غړۍ استعمالول په عضلاتو، او اوږو کې همیشه دردونه رامنځته کوي، انسان له ستومانتیا او د پاملرنې له نه شتون سره مخ کوي او اعصابو ته د وینې جریان او تیر شوي رګونه ستونزمنوي.

ددې لپاره پوهانو د ښځینه او نارینه محصلینو څخه سروی ترسره کړه، په دې سروی کې له محصلینو د کمپيوټر استعمال لاره او د غاړې کږولو پوښتنې وشوې، دا ډول له دوی څخه د سر پورته نیولو پرمهال د غاړې کږولو (یو خوا بل خوا) غوښتنه وشوه، چې یوازې له ۳۰ ثانیو وروسته ۹۸ سلنه کسانو په غاړه، سر او سترګو کې درد او ستومانتیا محسوس کړه.

وروسته له همدغو کسانو څخه تلویزوني معاینه ترسره شوه، په دې کې وموندل شوه چې د سر ټيټ نیولو له کبله د غاړې پر عضلاتو او بندونو شدید زور راغلی، له همدې کبله پوهان وایي چې کمپيوټر، مبایل یا لیپټاپ ته ناستې پرمهال مو که د درد احساس وکړ سمدستي مو د ناستې یا ولاړې حالت بدل کړئ.

دوی زیاتوي چې دغه مهال پورته خواته وګورئ او یو دقیق څيز ته نظر وکړئ تر څو مو د څټ یا غاړې حالت نیغ شي، په دې سره د اعصابو سربېره له نورو ډیرو ستونزو مخه نیولای شئ.

یاده دې وي چې په تېره نږدې کې د کمپیوټر او مبایل استعمال تر خورا لوړې کچې پورته شوی چې د لویانو ترڅنګ کوچنیان هم پرې اخته دي، د نورو ستونزو سربېره مو د غاړې کوږوالي ګواښ هم لوړیږي، ورسره د ملا درد، اوږو درد، د اعصابو کمزوري، سترګو کمزورتیا او نورې ناروغۍ رامنځته کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د