
وال سټريټ ژورنال: سپينې ماڼۍ له پنټاګونه پر ایران د بمبارۍ په اړه د پلان جوړولو غوښتنه کړې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې سپينې ماڼۍ کې د ملي امنيت شورا يوې ډلې له دفاع وزارت «پنټاګون» څخه غوښتي، چې پر ایران د برید لپاره پلان جوړ کړي.
وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې د ملي امنيت شورا ډلې دا غوښتنه د تېر کال سپتمبر کې وروسته تر هغه کړې وه، چې د ایران ايتلافي وسله والو د عراق پلازمېنې بغداد کې پر زرغونه سيمه د امريکا سفارت ته څېرمه توغنديز بریدونه کړي وو.
ورځپاڼه زياتوي، چې د ملي امنيت سلاکار جان بولټن په مشرۍ دغې غوښتنې د پنټاګون او بهرنيو چارو وزارت ترمنځ ژوره خواشيني رامنځته کړې ده.
د وال سټريټ ژورنال په وينا پنټاګون د ملي امنيت شورا دغه وړانديز ته هرکلی ویلی، خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې پر ایران د بريد پلان سپينې ماڼۍ ته هم وړاندې شوی که نه او ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پرې خبر دی که نه.
واشنګټن وايي، چې تېر کال مني موسم کې د بغداد پر زرغونه ديپلوماتيکه سيمه توغندیز برید د ایران پلوي وسله والو کړی و، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
د ۲۰۱۷ کال په جنوري، کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته رسېدلی، د ایران په اړه يې دريځ سخت دی، د ملي امنيت دوه سلاکاران او د بهرنيو چارو وزير ريکس ټيلرسن يې د بهرنۍ سياسي او امنيتي تګلارې په اړه د اختلاف له امله له دندو ګوښه کړي دي.
خو له هغه وخته، چې جان بولټن د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار ټاکل شوی، د ایران په اړه د امريکا په تګلاره کې سختي نوره هم زياته شوې ده.
د امريکا د بهرنيو چار وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د رسنيو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کوي ، خو پنټاګون وايي، چې ولسمشر ته پر ایران د بمبار او پېښېدونکو ګواښونو په اړه پر پلان کار کوي.
د پنټاګون وياند روب مانينګ وايي، چې دوی د ایران له لوري د پېښېدونکو ګواښونو په اړه ولسمشر ټرمپ ته پر يوه پلان کار کوي.
د ملي امنيت شورا وياند ګاريټ مارکيز هم ويلي، چې دوی د ایران له لوري د پېښېدونکو ګواښونو د مخنيوي په پلان کار کوي.