روغتیا

پر ماشومانو دسړې هوا اغيزې

لیکوال: ثناء الله سلیم

ليکنه: ثناءالله سليم

ماشوم ښکلې او له عجایبو ډکه نړۍ او صحت ته یې پاملرنه دطبابت يو ډېر مهم اصل دی.

ټول ماشومان د ژوندي پاتې کیدو او ښه صحت حق لري. نو بايد د مور پلار او کورنۍ لخوا ورته داسې اسانتیاوې برابرې شې؛ چې د دوی د ژوند له دوام او هوساینې سره مرسته وکړي.

د ماشومانو د ناروغه کېدو څخه مخکې د هغه روغتیا ته ارزښت ورکړئ ! ځکه وقايه له معالجې څخه بهتره ده.

ډېری وخت دمور او پلار اندېښنه دېته وي چې ماشوم يې ناروغه نه شي خو که دژمي په موسم کې ماشوم په سړې هوا کې وګرځول شي دناروغه کېدو چانس ورته ډېر متوجې دی.

ځکه کوچني ماشومان ډېر نازک وي، دعادي ناروغيو په مقابل کې هم مقاومت نه لري ، اوله بلې خوا سړې هوا سره ډېر حساس وي که پاملرنه ورته ونه شي او په نورمال حرارت کې ونه ساتل شي ښايې ډېر زر په کومه موسمي ناروغۍ لکه زکام، سینه بغل او ديته ورته په نورو ناروغيو اخته شي.

نو والدینو ته پکار ده خپل ماشومان د ژمې په موسم کې همېشه ګرم وساتي، او اړيڼ ګرم لباس ورته واغوندي دغه چاره د ماشومانو لپاره د ناروغيو په مخنیوی کې یو تر ټولو ګټوره او ارزانه لاره بلل کیږی.

همېشه بايد ماشومانو دصحت په اړه داسې اقدامات په لاره واچول شي چې ناروغيو په مقابل کې د ماشومانو د جدي گواښ پر وړاندې مخنیوی وکړي.

ځکه د پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې د مړینی او ناروغتیا کچه دلويانو په نسبت زياته وي.

ماشومان چې څومره صحت مند وي هومره یې مور او پلار په خوشحالۍ کې وي.

له کومو ماشومانو سره چې صحت نه وي د هغوي د والدينو سره خوشحالي نه وي.

ماشومان تر لويانو ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري، ځکه دوی د خبرو کولو توانايې نه لري خپل درد او ناروغي يواځې د ژړا پواسطه اظهاروي که خدای مه کړه لازمه پاملرنه ورته ونشي شايد په مزمنو او زر نه رغېدونکو ساري ناروغيو اخته شي.

په ډېرې خواشينۍ بايد ووایم چې د افغانستان طبابت هم په هغه کچه نه دی څومره چې د نړۍ طبابت پر مختللې دی، او درمل يې هم په دومره کچه باکيفيته نه دي چې وکارول شي او ناروغي په کلي ډول له منځه يوسي.

نو بهتره دا ده چې ځان او ماشومانو صحت ته زياته پاملرنه وشي تر څو ناروغه نه شي.

مور او پلار بايد داسې وي لکه طبيب بايد د ماشومانو د صحت ساتنې د اساساتو په اړه پوره معلومات ولري.

ځکه ماشومانو په سالمه او نا سالمه روزنه کې د والدينو ذمه واري ډېره مهمه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x