سيد اصغر هاشمي

د عالم ليک

ليکنه: سيد اصغر هاشمي

قدرمن ولسمشره!

زه د پوهې سمندر یم. په کلونو کلونو د زړه په وینو د ځان جوړونې، انسان جوړونې او د ټولنې جوړونې په اړه فکر کوم، خو ستا په هېواد کې د دې پر ځای چې د خپلې پوهې په سبب د خوښۍ احساس وکړم او یا مې درناوی وشي، لا مې دښمني په نصیب کېږي.

په نړۍ کې یو لوی حقیقت دا دی، چې شتمن د ځان ساتنې لپاره خلک لري، نو دغه شان پوهان او عالمان که پېسې نه لري، خو د پوهې هغه خزانه ورسره ده، چې د ځان او ټولنې د ښېګڼې لپاره یې لاس ته راوړي ده، خو کله کله د منفي فکر ځينې خلک ترې ویره کوي او تاوان ورته رسوي. هټلر او ګوند یې چې کله په جرمني کې واک ته ورسیدل، نو د خپل ملک نړیوال نابغه انشټاین یې بې دلیله وشړه او چې کله انشټاین په امریکا کې اختراعات وکړه، نو بیا یې جرمینان په قدر پوه شول. فرانسس بېکن هم د انشټاین پر برخلیک واوښت. سوکرات چې یې په زهرو وواژه، دلیل یې پوهه وه. په دې هیله چې پوهان ډېر شي او د ملک په چارو کې نورو بې معناوو معیارونو پر ځای یوازې او یوازې پوهې ته ارزښت ورکړل شي.

ولسمشره!

زما د پوهې سره مینه ده، چې لوی دلیل یې د پوهې او پوهانو لږوالی دی.

د ناپوهۍ سره مې جوړه نه ده او د پوهې برعکس ناپوهي هر چیرته پیدا کېږي او ناپوهان ډېر دي.

په هرې ټولنې کې ناپوهان هغه خلک دي، چې ورځ تر بلې ځان او نړۍ ته تاوان رسوي. دوی هغه څوک دي، چې د خپلې بدمرغۍ حساب کولی نه شي، خو د دوی د تاوانونو حساب د ټولنې د پوهانو سره وي. پوهان مو هم د خوښۍ احساس نه کوي او لامل یې ناپوهان دي. ناپوهان معلول دي، چې د پوهانو د زَور لامل یې رامنځ ته کړی دی.

هر شی چې لږ وي ارزښت یې ډېر وي یا هر شی چې په سختۍ لاس ته راشي بیه یې ډېره وي. قیمتي کاڼي چې د غرونو په نامعلومو ځایونو کې وي، پیدا کول، تشخیصول او توږل یې ستونزمن کار دی او هر هغه شی، چې په اسانۍ لاس ته راځي بیه یې لږه وي، لکه د غرونو کاڼي، چې د قیمتي کاڼو سره یې توپیر په جوهر کې دی.

د پوهي د ارزښت د ډېروالي یو لامل دا دی، چې لږه ده او په ډېرو لږو خلکو کې پیدا کېږي او لکه د قیمتي کاڼو یې بیه ډېره ده.

د ناپوهۍ د ډېروالي لامل دا دی، چې هر چیرته پیدا کېږي او بیه یې هم لږه ده. هر شی چې لږ شي ارزښت یې ډېریږي او هر شی چې ډېر شي ارزښت یې کمېږي، نو له همدې امله زما پوهه خوښه ده او په ډېرو لږو خلکو کې پیدا کېږي او ناپوهي مې خوښه نه ده، ځکه چې ډېره ده او هر چیرته تر سترګو کېږي.

کله کله ډېره پوهه انسان ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي. د خوښۍ پر ځای د خپګان لامل ګرځي. د بري پر ځای د پاتې کيدو لامل کېږي، چې دلیل یې پر بېلابېلو بې مانا لاملونو د پوهانو نه زغمل دي.

ګرانه ولسمشره!

کله کله ځینې کسان راسره بې دلیله دښمني کوي او پر بېلابېلو لارو مې زوروي. زه په خپلې ګناه نه پوهېږم، خو فکر کوم هغه څه چې زه یې لرم، دوی یې نه لري.که چېرې دوی زما په کچه پوهه نه لري، دا خو ستونزه نه ده. د انساني توپيرونو مفهوم دی، چې انسانان پر بېلابېلو دننني او بیروني جوړښتونو پیدا کېږي.

که دوی په پوهه کې زما سره یو شان نه دي، ملامتي خو ماکې نشته، ملامت دوی دي، چې د کار پر ځای خوبونه کوي. د افقي عمر پر ځای یې عمودي عمر تیر کړی دی. عمودي عمر د نړۍ په ټولو کایناتو تیریږي او د دې عمر تیریدل یوازې د وخت تیریدل دي، خو افقي عمر هغه وخت دی، چې انسان د سیر او سلوک په وسیله د زړه سفر کوي او ځان اصلي حقیقت ته رسوي. په موږ کې ځینې پوهان شته، چې ټول عمر یې «۷۰» کاله و، خو په افقي ډول یې په سلګونو کلونو ژوند کړی او د تل لپاره به د خلکو په زړونو او فکرونو کې تلپاتې وي، خو داسې خلک هم شته، چې پر «۷۰» کلنۍ کې مړه شوي، خو پنځه کاله یې د کار عمر نه دی تیر کړی.

ولسمشره!

حساب په سرونو نه کېږي، بلکې حساب په مغزو کېږي، نو هیله مې دا ده، چې د ټولنې په جوړولو کې پوهې ته د هر شي څخه لومړیتوب ورکړئ. که پوهانو ته ښې دندې ورکول شي، په انفرادي ډول یې ګټه د ځان پرځای ټولنې ته ډېره ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توفیق الله
میلمه
توفیق الله

محترم هاشمی صاحب: په ګوتو مو برکت شه، ستاسی لیکنی ډيری له مفهوم څخه ډکئ دی، باوری یم که هرڅوک ستا دلیکلو کتابونو څخه حد اقل دوه مخه هم ولولی انشاء الله په خوی، عادت او فکر کې ضرور مثبت تغیر راځي…

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ښکلې او پر عيني واقعيتونو ولاړه ليکنه ده، خو دا يې قباله په چا يې منې!که د ګران هاشمي صاحب پر ځای دې خبرو ته نژدې خبري يوه مطرح ناپوه زور واکی کړي وای کورنيو رسنيو څه چي آن بهرنيو رسنيو به لا شخوندونه پر وهلي وای. زموږ په ګران او خواږه هيواد کي له بده مرغه له ډېر پخوا څخه علم او عالم قدر نه لري، بلکي هغه ساکښان شريف ، مخوراو قدرمن دي چي په سياڼه توب، چالاکي، زموږ د هيواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو سره په پټو او ښکاره اړيکو، په غلاوو او حرامو لارو د… نور لوستل »