لیکوال: بصیرالحق عادل

پر دريځ د ويناو کليشه‌يي طرزونه

بصيرالحق عادل

علم جوهر دی او د علم بل ته رسول هنر دی. د جملې له دوهمې برخې زما هدف دا دی چې يو څوک به لوی عالم وي خو خپله پوهه به نورو ته نه شي لېږدولی؛ لامل يې دا دی چې بل ته د رسولو هنر يې نه دی زده.

زه يو ديني عالم پېژنم، دومره ښايسته او دومره په جذاب ميتود اسلامي احکام بيانوي چې د جمعې ورځ شي د هغه بيان اورېدو ته د ټولنې د هرې طبقې خلک جوپې جوپې ور روان وي. موږ ټولنه کې ښه ښه او لوی لوی ديني عالمان لرو؛ خو متاسفانه د بيان کولو طرز يې وچ کلک دی. چاته قناعت نه شي ورکولی.

څه موده وړاندې د يو ښوونيز مرکز فراغت غونډې ته وربلل شوی وم. په مينه ورغلم. زه چې ورسېدم د ښوونيز مرکز مشر وينا کوله، دا لومړی ويناوال و، د خپلې ادارې په اړه يې ډېرې خبرې وکړې. له عامو خلکو يې يو شمېر ګيلې هم وکړې چې پرې بدګمانه دي او داسې تبليغات ورپسې کوي چې له زده کوونکو د فراغت په نوم پيسې اخلي او . . .

ورپسې د بل ښوونيز مرکز مشر سټېج ته وغوښتل شو. تر نيم ساعت ډېره وينا يې وکړه؛ هماغه خبرې يې تکرار کړې چې تر ده مخکې ويناوال کړې وې، چې خلک ښه ستړي شول، وروستيو کې يې وويل زه نه غواړم خپلې خبرې اوږدې کړم او تر دې وروسته يې لس دقيقې نورې تکراري خبرې وکړې.

ورپسې، درېيم، بيا څلورم ويناوال وغوښتل شول، دوی هم هماغه تکراري خبرې وکړې، دوی دواړو ښه کافي وخت ونيو، هر يو به د خپلې ويناو وروستيو کې ويل، نه غواړم خپلې خبرې اوږدې کړم. . .

زه چې له کلونو راهيسې ژورنالېزم برخه کې کار کووم او تر ډېره په لويو لويو غونډو کې برخه اخلم، تر ډېره غونډو سره بلد شوی يم او حوصله يې لرم؛ د دغه ښوونيز مرکز فراغت مراسيمو کې سخت ستړی شوم. د ويناوالو تکراري او اوږدو ويناوو ستړی کړم، نو نور نا اشنا خلک چې تر ډېره د زده کوونکو پلرونه او ورونه وو، دوی به څومره ستړي شوي وي، د خوشالۍ دغه پروګرام ټولو ته ستړی کوونکی تمام شو. لوی لامل يې فقط اوږدې او تکراري خبرې وې او بس. .

زموږ ټولنه اوس د پوهې له مخې تر ډېره د پرمختګ په حال کې ده، ځوانان مو تقريباً لوستي شول، پر نوې ټکنالوژۍ سمبال شول، د نړۍ لر او بر ته د تحصيلاتو لپاره ولاړل، خو لا هم موږ ځينو برخو کې د کليشې ښکار يو. له ډلې يې پر سټېج اوږدې او غمېدونکې ويناوې دي. نه مو والي سمه وينا کولی شي، نه مو د وزير د وينا کولو هنر زده دی او نه مو ولسمشر په دې پوهېږي چې خلک له ما څه اورېدل غواړي.

د عربي شاعر ابن خلاد د شعر ژباړه چې ابوهاشم سرواني کړې ده، پکې راغلي دي:

ژبه هم ښه وينا کاندي چې وينه

د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وينا يې اوري

د درهم خاوندان تل وي په وياړونه

ښه وينا کول لوی هنر دی، داسې هنر چې زموږ ټولنه کې ترې ډېر خلک، لوی لوی عالمان، اديبان، سياستوال، د پوهنتون استادان، محصلين او . .  بې برخې دي.

د ښې وينا لپاره ځينې مهم ټکي دي چې بايد په ياد يې ولرو، بيا کولی شو، تر ټولو ښه او اغېزناکه وينا وکړو.

يو – تر ټولو لنډه وينا بايد وکړو

که يو څوک هر څومره لوی عالم وي. د لفظونو پر ځای يې له خولې ګلونه او سره زره تويږي، ښکلې څېره ولري، پر خلکو ګران وي، خو چې تر پنځه دقيقو يې خبرې ډېرې شوې نو زما تجربه راته وايي چې خلک ستړي کوي. معمولاً په غونډه کې ډېره لنډه وينا وکړئ.

دوه – وينا لپاره د مخاطب پېژندل

هغه ځای چې تاسو ورغوښتل شوي يئ او وينا کوئ، ناستو خلکو ته وګورئ، څه ډول خلک دي؟ عام خلک دي؟ کروندګر دي؟ محصلين دي؟ علمي سمينار دی؟

کله چې تاسو يوې لوی ولسي غونډې ته وينا کوئ او وينا مو سياسي وي، لغت پراني وکړئ، نو تاسو لويه غلطي کړې ده. دا چې ستاسو هدف عام خلک دي؛ د هغوی په ژبه او لهجه خبرې وکړئ، دومره ساده خبرې ورته وکړئ لکه تاسو چې يوې حجرې کې ناست يئ او چاته خبرې کوئ.

اکثره وخت موږ او تاسو لويو غونډو کې اورو، څوک چې د ولس په ژبه او ساده جملو او کلمو کې خبرې وکړي، نو عام خلک وايي، والله ښې خبرې يې وکړې. دلته د ښو خبرو څخه هدف دا وي چې دی په مطلب پوه شوی وي.

درې – مخکې له مخکې چمتووالی ونيسئ

ناڅاپي وينا هيڅ وخت مه کوئ، که ډېر مجبور نه وئ ځان له وينا خلاص کړئ، هغوی چې تاسو ته د وينا کولو ناڅاپي بلنه درکوي، که اړتيا نه وه پلمه ورته وکړئ. اکثره وخت ويناوال د ناڅاپي وينا پر مهال له لويو خطاو سره مخ کېږي.

د دې لپاره چې ښه او جذابه وينا وکړئ، مخکې له مخکې ځان ورته چمتو کړئ، ځان سره فکراً وينا وکړئ، هغه لغاتونه چې پر خوله مو سم نه راځي، بيا بيا يې تکرار کړئ، ترڅو د وينا پر مهال پکې تېر نه وځئ او د خلکو د خندا نه شئ.

څلور – همېشه مطالعه وکړئ

که تاسو د ويناوالۍ له فن سره مينه لرئ او زړه مو غواړي بيا بيا پر دريځ راڅرګند شئ، نو هر اړخيز کتابونه مطالعه کړئ، اسلاميات، ادب، ارواپوهنه، فلسفه، ژورنالېزم، کيسې او شعر لوستل د ځان عادت کړئ. هغوی چې ډېره مطالعه کوي هيڅ وخت د جملو له فقر او د لغاتو له کمي سره نه مخ کېږي. څوک چې ډېره مطالعه لري هغومره يې ښکلې او د خبرو بېلابېل طرزونه زده وي.

پنځه – د موضوع اړوند خبرې

کوښښ وکړئ دقيق پر هغه موضوع خبرې وکړئ چې غونډه پرې جوړه شوې. اکثره وخت له موضوع د باندې خبرې خلک ستړي کوي او پر تاسو هم داسې ګمان کوي چې پر ټاکلې موضوع څه نه لرئ. مخکې له دې چې تاسو وينا ته وبلل شئ هم تاسو وخت لرئ ځان سره فکر وکړئ، چې پر موضوع کومې خبرې مهمې دي چې ويې وکړم.

شپږ – له تکراري خبرو ډډه وکړئ

مخکې ما د ښوونيز مرکز مثال ورکړ. د خبرو د غمېدو دوه لاملونه وو، لومړی اوږدې وې او دوهم تکراري وې. هر ويناوال به فارغو زده کوونکو ته ويل، تاسو فارغه شوئ، دا وطن کار غواړي، کار وکړئ، دا کومه پوهه چې مو ترلاسه کړې نورو ته يې ولېږدوئ.

دا خبرې تقريباً هر ويناوال تکرار کړې، که زه وينا ته بلل شوی وای، ما په يو بل اړخ خبرې کولې. دغه زده کوونکي چې له انګليسي فارغ وو، ما ورته وړانديز کاوه چې خپلې ژبې ته هر اړخيزه ژباړه وکړئ او دوی ته مې د ژباړې پر ارزښت هم لږې خبرې کولې. دغه راز د دوی د انګليسي ژبې په قوي کېدو کې مې د ژباړې پر ونډه هم يو څه ويل. دلته د ژباړې موضوع نوې وه، د خلکو پام يې جلباوه او د دوی ستړيا يې رفع کوله. هره موضوع بېلابېل او پټ اړخونه لري. کوښښ وکړئ د موضوع جالب اړخونه راوسپړئ.

تر تاسو مخکې چې کوم ويناوال خبرې وکړې، يوه يې هم مه تکراروئ، زموږ ژوند کې خبرې ډېرې دي. کوښښ وکړئ نوې او نورې خبرې وکړئ.

اوه – رياضت وکړئ

د ښو خبرو لپاره بيا بيا تکرار وکړئ، خپله کوټه کې، دېره کې، ملګرو ته تمثيلي ويناوې وکړئ، ملګري مو وهڅوئ چې هغوی هم ونډه درسره واخلي. بيا بيا خبرې وکړئ، ځانونه تمرين کړئ، په دې سره هم کېدلی شي تاسو ښه ويناوال شئ.

زه چې يو شخصي پوهنتون کې استاد يم، محصلين مو خبرې څه چې انانسري هم نه شي کولی. ما د دوی د خبرو د زده کړې لپاره يوه طرحه جوړه کړه او د پوهنتون علمي شورا تايد کړه. طرحه داسې ده چې اونۍ ، مياشت، يا سمېستر کې يو ځل هر ټولګي کې تمثيلي غونډه جوړيږي، تر غونډې مخکې محصلين د پوهنتون عمومي کتابتون ته بېول کېږي. ازاده مطالعه کوي، بيا يو محصل اجنډا جوړوي؛ استاد هم لکه محصل د محصلينو منځ کې پر چوکۍ ناست وي، انانسر غونډه پيلوي او هر محصل راغواړي د سټېج په سر خبرې کوي. محصل چې په هره موضوع خبرې کوي جواز لري. دا طرحه يو څه بريالۍ شوه او ډېری محصلين چې د خبرو کولو چل يې نه وو زده ورو – ورو ورسره اشنا شول.

ښه وينا بې اغېزې نه وي. کله کله موږ اورو پلانی ډېرې ښې خبرې کوي. سره له دې چې ځيني انسانان فطري خواږه وي، خبرې يې فصيحې او بليغي وي، خو رياضت او تمرين هر انسان ته دا نعمت ورکولی شي.

اورېدلي به مو وي چې: (خبرې ښې دي تر مرغلرو)

پخوانيو اسطوروي کيسو کې هم اورو چې يو سړی و، بل سړي ته يې په زر روپۍ يوه خبره کوله، هغه سړی چې خبرې يې پلورلې، غريب وو، کلونه کلونه له کوره ورک و چې درې زره روپۍ يې ګټلې وې، خو په دغو درې زره روپيو يې پر لاره درې خبرې وپلورلې او کله چې يې عملي کړې نو ټولې ستونزې يې هوارې شوې. دا د خبرو ارزښت و.

او استاد اسدالله غضنفر خو هسې نه دي ويلي چې: «کلمې به د پيسو غوندې په احتياط استعمالوو»

۱۳۹۷ د مرغومي ۲۳مه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمیدی
میلمه
حمیدی

ډیره ښه موضوع ته مو اشاره کړیده او ښه نقطي مو بیان کړي دي.
یوه نړی مننه!