ټرمپ: که ترکيې پر کردانو برید وکړ، اقتصاد به يې ورويجاړ کړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل):  د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی که ترکيې په سوريه کې د امریکا په ايتلافي کردي مليشو برید وکړ، دوی به د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي.

ډونلډ ټرمپ ويلي،چې حکومت يې د سوريې په شمال کې د کردانو تر  واک لاندې شل ميله سيمه خوندي نوموي، چې هلته به هېڅ ډول عمليات او  بمبارۍ نه کيږي او په دې اړه يې ترکيې ته هم خبرداری ورکړی دی، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا کار به کله او څنګه کوي او لګښتونه به يې څوک پوره کوي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن هم تېره اونۍاسرائيلو ته د خپل سفر پر مهال ترکيې ته خبرداری ورکړی و، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو سربېره يې هېواد د کردي مليشو ملاتړ کوي او هېڅوک پرې د برید توان نه لري.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان د جان بولټن دغه څرګندونې رد کړي  او بې ځایه بللې وې.

اردوګان په خپل ټويټر پيغام کې امريکا ته خبرداری ورکړی و، چې د ترکيې غوسې له پارولو ډډه وکړي.

د دريځونو ټکر

د واشنګټن او انقرې د دريځو ټکر په دې کې دی، چې امريکا د سوريې په شمال کې د کردي ملیشو ملاتړ کوي، د داعش ډلې پر ضد يې مالي او نظامي مرسته کوي، خو ترکيه دغه کردان تروریستان بولي او وايي، چې دغه کردان د ترکيې بيلتونپالو کردانو ملاتړي دي.

د ترکيې او امريکا ترمنځ دا ناندرۍ په داسې حال  کې رامنځته شوي، چې د امريکا ولسمشر له سوريې د امريکايي  پوځيان د ويستلو جنجالي پرېکړه کړې، خو د مشرانو جرګې د ډېری غړو سربېره د پنټاګون چارواکي  او يو شمېر نور مسؤولين د ټرمپ له دې پرېکړې سره مخالف دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د