د سولې شال / عُقابي جانان

څوک له وطن پښې سپکوي او څوک وطن ته راځي
له مودې پس ورک شوي خلک خپل مسکن ته راځي

چاچې اجل راشي، ميږي پشان وزر يې وشي
ها سرخوړلي دې مقتل او دې مدفن ته راځي

داچې بارودو په اور سوي دي سره سپين ګلونه
باغوان له سره کرونده کوي چمن ته راځي

زاغان ترې کډه باروي، مست پسرلی رادرومي
بلبلان بيا سندرې وايي او ګلشن ته راځي

څوک چې له کلي مرور تللي هجرت يې کړی
هغه کوچيان به بيا د پورې غره لمن ته راځي

که خدای کول بيا به نافذ شي الهي شريعت
د نړۍ خلک به اسلامي نظام دیدن ته راځي

د سولې شال به کړي پسر د آزادۍ ناوي ته
ان شاء الله چې ټول بنديان به يې کوېدن ته راځي

که له اسلام دې ځان لوګی کړو “عُقابي جانانه”
حورې، غلمان به دې ضرور بيا ځنکدن ته راځي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د