زموږ د کلي قاري صیب!

عماد الدین پژمان

قاري صیب زموږ د کلي امام او زما همزولی ؤ، سپینې پګړۍ، تورې وریښمیني ږیرې او په خوله همیشني تبسم ېې د کلي د وړو او زړو په زړو کې لارې کړې وې.

نه مې یادیږي چې له جومات او مدرسې پرته مې بل ځای لیدلی وي. کابو ټول وخت به له وړو سپین پکړیو طالب العلمانو سره د قرانکریم د حفظ او ګردان په چارو بوخت ؤ.

تلاوت ېې دومره خوږ ؤ چې په جهریه لمنځونو کې به په جومات کې ځای نه کیده او خلک به ډلې ډلې له نورو نږدې کلیو هم زموږ جومات ته راتلل.

چې کله به د لمانځه له وختونو پرته جومات ته ورغلم، داسې پوښتنه به ېې راسره کوله لکه د ډير عمر ورک مسافر ورور ېې چې لیدلی وي …

د خوښۍ او اسلامي مینې او محبت نښې به ېې په نور ناکه ټنډه کې له ورایه ځلیدې، ما به ېې د رسا قد، د تورو ویښتانو په منځ کې د سپین نوراني مخ او زموږ د دنګ غره په لمن او د دنګو نښترو په سیوري کې د تازه رنګ شوي واړه سپین جومات تر منځ عجیب تړاو احساساوه…

چې له تبسم سره به ېې سپین غاښونه ښکاره شول د معصومو وړو سپین پګړیو طالب العمانو قطار به مې رټ سترګو ته ودرید چې د جومات د دیوالو په امتداد به د قرانکریم د حفظ له ګردان سره زنګیدل …

په هیواد د ډمو کراسۍ د طوفان څپو هغه هم د ترهګر په تور زندان ته راووست، اوس دلته هم زموږ په کوټه کې د حفظ او تجوید حلقه لري.

بیګاه کابو لس بجې زموږ له کوټو وړاندې د دهلیز په منځ کې د تحقیق کوټه خلاصه وه او قاری صیب لاس تړلی د مستنطق او دوه کیبل په لاس دریشي کړیو عسکرو په منځ کی په یوه وسپنیزه چوکۍ ناست ؤ .

مستنطق په لوړ غږ پوښتنې کولې…، له روسېې درته له کومو لارو پرمختللې وسلې او مهمات راځي؟؟ خو قاري صیب په ورو غږیده چې موږ ېې آواز نه اوریده.

مستنطق له غوسې سور او شین کیده، قاري صیب ېې تر ویښتو ونیو په چغه ېې وویل د انسان په څیر ځواب را کړه… وسلې درته له کومه رازي؟؟ او ورسره چوخت د کیبل والا عسکرو د کیبل څو پرله پسې ګزارونه ورکړل، قاري صیب چې مخکې په ورو غږ خبرې کولې نور چوپ شو، عسکرو بدې ردې او ښکنځلې وکړې ډير رکیک الفاظ ېې و کارول او د کیبلو ګزارونو ته ېې زور ورکړ… اوس د قاري صیب خوله یواځې له شدید زګیروي سره خلاصیده چې ماته ېې زموږ د زندان کوټه سترګو ته دروله چې له سپین پګړیو او سپین کالیو ډکه وه او یواځې به له ډيرو چیغو وروسته د څو شیبو لپاره خلاصیده چې موږ ته به د اوداسه لپاره اجازه راکول کیده…

د زموږ د کوټې په څیر د نورو کوټو د بندیانو پنجرې هم په لاسونو او مخونو ډکې وې چې د صحنې ننداره ېې کوله…

اوس دقیقاً د شپې دری بجې او ۴۶ دقیقې دي خو زه لا ویښ یم،خوب نه راځي او قاري صیب په خوب کې هم زګیروي کوي، زه کله په خیال کې کلي ته لاړ شم، پخواني وختونه را په یاد شي چې چاپې او بمبارۍ نه وې، میلو ته به تلو ، په اخترونو کې به ډلې ډلې کور په کور او حجره په حجره ګرځیدو، میلمستیاوې به وې او مازدیګر به له کلي وړاندې د رود په سر، د غره په لمن کې، په طبعي چمن کې په خپلو څادرونو کیناستو، ښایسته مجلس به جوړ ؤ او د ماښام له آذان سره به جومات ته تلو…

خو کله کله مې د بیګاني پنډ مستنطق په اړه فکر واخلي چې په زړه کې به څه ورګرځيدلي وي…

هو مستنطق هغه مهال چې قاري صیب د عسکرو تر کیبلو لاندې ؤ په قهر جن انداز تفنګچه را وښکله، موږ سخت وډار شوو چې خدای نا خواسته قاري صیب ونه ولي خو هغه په ځیر ځیر تفګچې ته وکتل معلومیده چې نوي جدید امریکايي د لوړې بېې تفنګچه وه ، څو وار ېې په لاس کې واړوله راواړوله او فکر کوم مارکونه او لیکنې ېې ولوستې او داسې ښکاریده چې نوې ېې تر لاسه کړې وه.

دا ځل هم د جنرال صیب رنګ سور شو خو داسې ښکاریده چې له غوسې نه ؤ سور شوی ځکه عسکرو ته ېې د قاري صیب د پریښودلو وویل، تر ډيره ېې سر په دواړو لاسونو کې نیولی ؤ او بیاېې په میز د چای له ایښې پیالې یو غوړپ وکړ خو ډیر ستر غوړپ او بیا په مخه لاړ…

اوریدلي مې دي چې مستنطق صیب د روسانو په وخت کې هم مستنطق ؤ، هغه مهال ېې رتبه ډګروال ؤ خو اوس ېې جنرالۍ ته ترفیع کړې ده، هغه همیشه په تحقیق کې نه وي او په ځانګړو پیښو کې را غوښتل کیږي…

د جنرال صیب وروستیو حرکاتو مې ذهن مصروف کړی چې خوب ته مې نه پریږدي… شاید هغه ته هغه مهال یاد شوی وي چې له پخوانیو مجاهدینو ېې تحقیق کاوه او هغوی ېې امریکايي امپریالستان بلل…

شاید مستنطق صیب په هغه پخوانۍ روسي تفنګچه هم زموږ قاري صیب ته ورته ترهګر قاریان خو هغه مهال د اشرار او اخواني په نوم وژلي وي؟؟.. هغه به ېې چورت ته ورغلي وي..

او شاید هم د اوسنۍ امریکايي او پخوانۍ ټي ټي روسي تفنګچې تر منځ به ېې توپیر کاته …

له قاري صیب ېې پوښتل چې روسي وسلې له کومو لارو او چینلونو تر لاسه کوئ، ولې ده ته نه وه مالومه چې روسي وسلې په کومو لارو افغانستان ته راتلې ځکه ده خو له روسانو سره له نږدې کار کړی ؤ.

ماته هم دا سوال دی، چې که ریښتیا طالبان روسي وسلې تر لاسه کوي له کومو لارو ېې تر لاسه کوي ځکه امریکا خو په ځمکه یو انچ شی هم په توره شپه کې لیدی شي نو بیا به هغه ستر ستر په وسلو او مهماتو بار لارۍ موټر ولې نه شي لیدی.

ملګري مې پرون قصه کوله چې په خوست کې می د تفنګچې ۵۰ دانې مرمۍ واخیستې غوښتل مې وردګو ته ېې کور ته یوسم مجبور شوم د لرګیو په موټر کې تر لوګره لاړ شم او بیا مې پوره څلور ساعته پلی مزل وکړ تر څو په غره خپل کلي ته ورسیدم

له بې خوبۍ ګنګس شوی یم، که څه؟ د امریکا اکمالات مې یادیږي چې د افغانستان جنوبي ولایتونو ته دولتي عسکرو ته کیدل او په هره یکشنبې او چهار شنبې یو ډیر ستر د ټيلرو او کانټينري موټرو کاروان روان ؤؤ په زرونو کانټینري ټیلر به په کې ؤ ، یو سر به ېې تر غزني تیر ؤؤ خو بل به ېې له میدان ښاره حرکت نه ؤؤ کړی، نه پوهیږم ولې داسې ستر اکمالات د هغو وړو قاچاقي مهماتو مقابله نه شي کولای چې تر ډيره د چمپر په استر او جرابو کې تیریږي.؟؟

پژمان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د