
قطر ته د ملا برادر د تګ اوازه «غلطه» ده
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د نن ټکی اسیا سرچینو د رسنيو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د طالبانو يو تن جګپوړی چارواکی ملا عبدالغني برادر قطر ته رسېدلی او د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې يې د غړيتوب په سر جنجال رامنځته شوی.
د نن ټکی اسیا د سرچینو د معلوماتو سره سم تر اوسه نه هم ملا برادر اخوند قطر ته تللی او نه هم تر اوسه د طالبانو په مرکچي پلاوي کې کوم تغییر راغلی دی.
سرچينه وايي چې طالبان له امريکا سره د مذاکراتو بهير د مشرتابه له امر او پلان سره سم پرمخ بيايي او د اړتيا په وخت کې به په دې بهير کې نور طالب چارواکي هم ګډون وکړي.
ملا عبدالغني برادر چې له تيرو نهو کالونو راهيسې د پاکستان په زندان کې بندي و نږدې درې مياشتې وړاندې له زندان څخه خوشې شو او هغه مهال يې هم له طالبانو څخه خپل ملاتړ يو ځل بیا تازه کړ.