مايک پومپيو: قطر او امريکا د افغانستان بحران د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل):  د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک مايک  پومپیو ويلي، چې هېواد يې د سيمې امنيتي ګواښونو د مخنيوي په ګډون د افغانستان اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له قطر سره په ګډه هلې ځلې کوي.

مايک پومپيو د قطر پلازمينه دوحه کې د قطر د بهرنيو چار وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ګډې خبرې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې امريکا او قطر د افغانستان کشالې د سوله يیز حل او د سولې خبرو ته د طالبانو راوستو په موخه په ګډه کار کوي.

د قطر د بهرنيو  چارو وزير له خپل امريکايي سيال سره ګډې خبري ناستې ته وويل، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه جدي  هلې ځلې کوي او په دوحه کې يې د طالبانو دفتر د يوه مثال په توګه ياد کړ.

شيخ محمد بن عبدالرحمن او مايک  پومپيو د افغانستان او عراق په ګډون د سيمې امنيتي مسائلو په اړه هم غږېدلي دي.

مايک پومپيو له قطر سره د سعودي، متحده عربي اماراتو، مصر او  بحرين کړکېچ په اوږديدو هم خواشيني ښکاره کړې او ټينګار يې کړی، چې دغه ستونزه بايد پای ته ورسيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې منځني ختيځ ته د سفر يوه اساسي موخه يې د قطر او سعودي په مشرۍ د څلورو هېوادونو ترمنځ د شته تاوتريخوالي  او ستونزو له منځه وړل هم دي.

دی وايي، چې مصري چارواکو سره يې  په خبرو کې له هغوی غوښتي، چې له قطر سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې اوارې  کړي او  همدارنګه به سعودي ته د سفر مهال هم له سعودي چارواکو ورته غوښتنه وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

51وَ إِنْ یَکادُ الَّذِینَ کَفَرُوا لَیُزْلِقُونَکَ بِأَبْصارِهِمْ لَمّا سَمِعُوا الذِّکْرَ وَ یَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُون وَ ما هُوَ إِلاّ ذِکْرٌ لِلْعالَمِینَ ۵۲سوره القلم معنی:اوبیشکه نزدی ده چه کافران وښویوی تاپه تیزوسترګوخپلوهرکله چه دوی اوری قرآن اودوی وایی بیشکه دۍ خولیونۍ دۍ اونه دۍ داقرآن مګرنصیحت دټولوجهانونولپاره.
له دی آیات شریف څخه زما مقصد دادۍ چه طالبان دامریکااوعربو اثراورسوخ دملحد حکومت پرخبروواداره نکی چه تنهادالله بیره اوامرقابل داعتباردی نه امریکایاعرب ،ملحدین بایدمحاکمه سی نه دبرخی خاوندان که خبری ورسره وسی مساوی حیثیت پیدا کوی له محاکمی ژغورل کیږ،داهم دالله آزمویښت دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ