
خلک: غزني ته غځېدلې برېښنا پرېکولو کې ملي اردو هم لاس لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي اوسېدونکي وايي، دې ولایت ته غځېدلې برېښنا کې د ملي اردو عسکر هم لاس لري او هم ځايي د برېښنا شرکتونه پکې بې برخې نه دي.
ازادي راډيو د غزني د اوسېدونکو په حواله وايي، چې د ملي اردو عسکر، ځايي د برېښنا خصوصي شرکتونه او طالبان هم د غځېدلو تارونو په پرېکولو کې لاس لري.
د غزني د والي ویاند عارف نوري سرچینې ته ويلي، چې په یو کال کې شاوخوا ۳۱۸ ځله برېښنا پرې شوې، چې هغه يې یوازې د طالبانو کار بولي.
که څه هم د دې برېښنايي تارونو چې له کابل نه غزني ته ځېدلي تر مطلق اکثریت برخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې تېرېږي، خو تر اوسه پورې د هغوی تر لاس لاندې سیمو کې د برېښنايي تارونو د پرېکېدو کمې پېښې شوې دي، چې علت يې هم جګړه یاده شوې ده.
په غزني کې د عمري په نوم د خصوصي برېښنايي شرکت نه مني، چې ګواکې د شخصي ګټو لپاره دې يې تارونه پرې کړي وي.
څه موده وړاندې د برېښنا شرکت هم ورته څرګندونې درلودې، چې ځینې زور واکي او ان د ځمکو خاوندان د خپلو ګټو لپاره برېښنايي ستنې نړوي.
د برېښنا شرکت چارواکو ویلي و، چې پر هر ځل بیا جوړېدو دوی د نږدې سیمو خلکو، ځايي زورواکو او هغوی ته چې په بیا جوړېدو کې یې کروندې زیانمنېږي پیسې ورکوي.