طالبانو لغمان کې «فرعون» وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د لغمان په مرکز کې د اربکیانو قومندان «فرعون» وژلی دی.

دغه اربکی قومندان چې د مهترلام په نوې کلا سیمه کې يې پوسته درلوده، په سیمه کې په اخلاقي فساد، لوټ او تالان تورن بلل کېږي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی سرتېرو په لیزرې وسلې فرعون په پوسته کې د ننه وواژه.

هغه لیکلي: «تیره شپه د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند نوې کلا سیمه کې د فرعون په نوم وحشي اربکی په خپله پوسته کې دننه د لیزرو په حمله کې ووژل شو.»

په ډېری سیمو کې د وحشت اچولو په خاطر اربکي قومندانانو ورته نومونه پر ځان ايښي دي، چې لړم، ښامار، مردخور او نور نومونه هم په بېلابېلو سیمو کې د اربکي قومندانانو نومونه دي.

دا په داسې حال کې دی چې همدا تېره شپه د غزني په مقر ولسوالۍ کې هم د یو قومندان په ګډون درې اربکیان د طالبانو لیزري برید ته برابر شوي دي.

ښاغلي مجاهد لیکلي، دا اربکیان يې د مقر په مدو او بها‌‌ءالدین سیمو کې وژلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

د اربکیانو وژنه خو بد کار نده که قتل بولی یا جهاد، خو ستاسو طالبانو هم ترقی کړی (لیزری وسلی) دا وسلی لکه چی روسانو درکړی او یا مو د بابوس د خټی په کلکی جوړی او اختراع کړی دي. ما پخوا ویلی دا جنګ بهرنی دی حکومت او طالبان دواړه د پردیو غلامان دي. الله مو دواړه ورک کړه. که چیری سولی ته سړی نشی نو ډیر زر به اسلامی دولت ستاسو دواړه سرونه انشاالله له تنه جدا کړی.

پتنګ
میلمه
پتنګ

نوش جان هر څوک یې چې ورکوي د قدر وړ دي مونږ په همسایګانو او ازادي غوښتونکو انسانانو اخلاقي حق لرو چې د اشغال په وړاندې د افغانستان له ازادي غوښتونکو سره
مرسته وکړي !!
خو فاسد دولت او ملتیان یې د هیچا زامن هم ندي له یوې خوا له اشغالګرو دالر خوري اساني روش او لاره تر پښو لاندې کوي ، اشغال پالې ، مځکې غصبه وي له بلې خوا د سولې ارامي او پر مختګ نه خبرې کوي !!