
افغانستان
جوزجان چارواکي: اربکیانو بشپړه پوسته طالبانو ته سپارلې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جوزجان چارواکي وايي، د دې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې اوه تنه اربکیان له طالبانو سره یو ځای شوي او د پوستې ټول مهمات يې له ځان سره وړي دي.
د فیض اباد ولسوالۍ ولسوال الف شاه ازادي راډیو ته ویلي، دې اربکیانو د یادې ولسوالۍ په بېزجګ سیمه کې پوسته درلوده، چې سلامته يې طالبانو ته سپارلې ده.
هغه وايي پوسته کې يې نوي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، خو د تسلیم شویو اربکیانو د علت په اړه يې څه نه دي ويلي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.