د کابل والي: د برېښنا وېش د وکیلانو په خوښه او نا انصافه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د برېښنا پرې کېدو خلک اندېښمن کړي او د برېښنا ریاست د چارواکو په وینا په ۲۴ ساعتونو کې یوازې شپږ ساعته برېښنا لري.

د کابل والي یعقوب حیدري وايي، د کابل برېښنا د ملي شورا د غړو په خوښه وېشل شوې چې خلکو ته پکې هیڅ پام نه دی شوی، خو د دوی برېښنا هیڅ وخت نه پرې کېږي.

د کابل اوسېدونکي وايي، د برېښنا ریاست چارواکي د چارواکو پر کورونو او کار ځایونو هیڅ وخت برېښنا نه پرې کوي خو په نورو ټولو خلکو برېښنا خورا ډېر وخت پرې کېږي.

کابل کې د برېښنا ریاست چارواکي هم مني، چې برېښنا پرې کوي، بې بې سې د دوی په حواله وايي، چې د برېښنا د لېږد لپاره د ۲۲ او ۲۳ په نوم دوه تارونه لري چې په نوبت يې قطع کوي.

د سرچینې په وینا په وارداتي برېښنا کې کمی نه دی راغلی، خو په ژمي کې د برېښنا لګښت ډېر وي، ځکه يې پرې کولو ته اړ کېږي.

د کابل ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو وارده شوې او شل سلنه زموږ خپل تولید دی.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې کابل ټول ۶۷۰میګا واټه برېښنا ته اړتیا لري، خو دوی یوازې ۴۴۰ مېګا واټه برابرولی شي.

د سرچینې په وینا هر کال د ۲۵۰-۲۷۰ میلیونو ډالرو پر ارزښت برېښنا له نورو هېوادونو اخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د