
امريکا ته د ترکيې غبرګون: موږ د ترهګرو پر ضد جګړه کوو، نه د کردانو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي، چې د سوريې په شمال کې پر کردي مليشو د بريد په صورت کې يې د ترکيې اقتصاد ويجاړولو ګواښ کړی دی.
د ترکيې جمهوري رياست وياند ابراهيم کالن په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «دا هېڅ امکان نه لري، چې تروريستان دې د امريکا ايتلافيان شي او ترکيه له متحده ايالاتو غواړي، چې خپلو څرګندونو کې د دواړو هېوادونو سټراټيژيکې همکارۍ په نظر کې ونيسي.»
Mr @realDonaldTrump Terrorists can’t be your partners & allies. Turkey expects the US to honor our strategic partnership and doesn’t want it to be shadowed by terrorist propaganda.
There is no difference between DAESH, PKK, PYD and YPG. We will continue to fight against them all. https://t.co/Yyzgyp9RQ4— Ibrahim Kalin (@ikalin1) January 13, 2019
ښاغلي کالن روښانه کړې، چې ترکيه له ترهګرو سره جګړه کوي، نه له کردانو سره او دوی هڅه کوي، چې د کردانو په شمول د سوريې ټول وګړي د ترهګرۍ له شره وساتي.
د ترکيې د جمهوري رياست وياند ټرمپ ته يادونه کړې، چې «د ترکیې «بي کې کې» جګړه مار بیلتونپال د سوريې له کردانو سره يو ډول بلله وژونکې تېروتنه ده.»
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن هم تېره اونۍاسرائيلو ته د خپل سفر پر مهال ترکيې ته خبرداری ورکړی و، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو سربېره يې هېواد د کردي مليشو ملاتړ کوي او هېڅوک پرې د برید توان نه لري.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردګان د جان بولټن دغه څرګندونې رد کړي او بې ځایه بللې وې.
اردوګان په خپل ټويټر پيغام کې امريکا ته خبرداری ورکړی و، چې د ترکيې غوسې له پارولو ډډه وکړي.