پومپيو: له سعودي چارواکو د خاشقجي  د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د منځني ختيځ هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې د سعودي عربستان پلازمېنې رياض ته رسېدلی دی.

مايک پومپيو ويلي، چې سعودي چارواکو سره به د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د ترکيې استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د وژل شوي سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په اړه هم خبرې وکړي او له سعودي د هغه د قاتلينو د محاکمې غوښتنه کوي.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، په رياض کې د بهرنيو چارو لپاره د سعودي د دولت وزير عادل  الجبیر سره د خبرو پر مهال ښاغلي پومپيو ټينګار کړی، چې د سعودي حکومت بايد د جمال خاشقجي قاتلين ښکاره او محاکمه کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  سعودي خبريال جمال خاشقجي د تېر ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوهمه استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د شکنجو له امله وژل شوی و، چې سعودي حکومت يې په لومړيو کې  له وژلو انکار کاو، خو د فشارونو په زياتېدو او د کره اسنادو په رامنځته کېدو يې د هغه په قتل داسې اعتراف  وکړ، چې خاشقجي د فزيکي اخ و ډب پر مهال وژل شوی دی.

د جمال خاشقجي  د قتل له امله سعودي له سختو نړيوالو او سيمه ييزو فشارونو سره مخ دی.

د ترکيې حکومت او د امريکا د مرکزي  استخباراتو ادارې «سي  ای اې» په خپل راپور کې ويلي، چې خاشقجي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی خو اسرائيل، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او يو شمېر نور امريکايي چارواکي د خاشقجي د قتل په اړه د بن سلمان ننګه کوي او په دې اړه پر هغه لګېدلي تورونه بې ځایه بولي.

اوس، چې مايک پومپيو سعودي کې دی، په ټينګار سره يې ویلي، چې د خاشقجي د  قتل په اړه له سعودي چارواکو سره جدي خبرې کوي او د هغه د قاتلينو څرګنده محاکمه غواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د