و، نه و، یو وخت د پارلمان انتخابات وو . . .

زخمي افغان

په کلیو او اطراف کې چې  پخواني سپین ږیري او زړې اناګانې د پخوا زمانې نکلونه او کیسې بیانوي، نو پیل یې په دې جملو کوي چې و، نه و ډیر پخوا یو پاچا و . . .  او دې ته ورته . . . د پارلمان او اولسي جرګې تېر انتخابات که د درغلیو، ګډوډیو او نورو ناشولتو له درکه معصوم وګڼو، دې ته به یې څه پرده او توجیه کوو چې د پایلو له اعلانه یې د بسوګۍ واده جوړ شوی.

درې میاشتې پوره شوې، خو د پارلمان د ټاکنو پایلې لا ( د هوسۍ په ښکر کې دي) عام خلک له اوله هم چندانې د دې پروسې په کیسه کې نه ول، ځکه ورته معلومه وه چې انتخابات اصلا د خلکو تیرایستل او دوکه کول دي، اصلي پریکړې د امریکا له سفارته راوځي. مګر هغه محدود کسان چې ډیر په امریکایي دموکراسۍ ورګرم دي او د انتخاباتو په ورځ یې د خپلو ککړو ګوتو انځورونه په فیسبوک خپرول هغوی هم دا خبره نه راپورته کوي چې بالاخره هغه د انتخاباتو کیسه تر کومه ځایه ورسیده؟

هغه میاشتې میاشتې کمپاینونه، هغه د رسنیو تبلیغاتي اتڼ، هغه جلسې، منډې رامنډې، جشنونه، جنجالونه، په سلګونو میلیونه ډالر مصارف، د هیوادوالو د د وخت، انرژۍ او پانګو لګول، لارې او واټونه په کاغذونو لړل  او . . .  پوښتنه دا ده چې بالاخره نتیجه څه شوه؟  د ټاکنو پایلې په کوم پاټک کې بندې دې او دا دومره ناوخته ولې شوې؟؟

د انتخاباتو له کیسې خو داسې رسوا ډرامه جوړه شوې چې اوس ورپورې د ګډ حکومت د سر چارواکي هم مسخرې او ډرۍ وهي. د اجرائیه ریاست مشر او د حکومت دوهم کس ډاکټر عبدالله همدا نن دوشنبه د وزیرانوشورا په غونډه کې له انتخاباتو د مسخرو سوژه جوړه کړه او ویي ویل : دا د خدای فضل دی چې د افغانستان نفوس کم دی، که د افغانستان نفوس د چین په شان سلګونه میلیونه وای نو د پارلماني ټاکنو نتائج به یې د قیامت په ورځ اعلانیدل.

خو ډاکټر عبدالله دې د نتائج د یو څه ژر اعلانیدو په اړه ځکه ډیره خوشبیني نه کوي، چې اوس هم احتمال شته چې د پارلماني ټاکنو نتائج تر ابدالابد پورې وځنډیږي. لکه څنګه د تیرو ولسمشریزو ټاکنو نتائج تر اوسه معطل او نا اعلان شوي پاته دي او پر ځای یې داکټر عبدالله او اشرف غني د امریکایي خارجه وزیر جان کیري د پریکړې په اساس ټاکل شوي دي.

د سپیدار ماڼۍ په شان د ګلخانې د ماڼۍ واکمن او د اشرف غني ټیم هم اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې له ټاکنو رسوایي جوړه شوې. د اشرف غنی مرستیال سرور دانش تېره ورځ ( د حقوقي مرستو د ملي کنګرې) په نوم بنسټ د افتتاح په مراسمو کې په ټاکنو او ټاکنیزو کمیسیونونو باندې خپل ډک زړګی تش کړ.

دانش وویل : انتخابات د دوست او دښمن د طعنو او پیغورونو په ابزار او لویه سرټیټي او شرمندګي باندې بدل شوي دي. دانش ټاکنیزو کمیسیونو ته ګوته وڅنډله چې د خلکو د صبر کاسه ورته ډکه ده او که ځان اصلاح نه کړي خیر به یې نه وي.

د ټاکنو رسوایي داسې مهال پیښه شوې چې د احصائیو له مخې د افغانستان ټاکنې د سیمې په سطحه له ډیرو پرمصرفه ټاکنو ګڼل کیږي او د دې غریب ملت په میلیاردونو ډالر په دې بې معنی پروسه لګول کیږي، چې بالاخره یې یوزاینۍ پایله دا ده چې اوس خپله د ټاکنو متصدیان او د ارګ واکمن په ټاکنو هغه انتقادات کوي او مسخرې پورې کوي چې طالبانو درې میاشتې وړاندې لا هم دا جعلي ټاکنې همدومره بې معنی او د خندا وړ  بللې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

بیلکل زخمی صاحب. دا د ډالرو تاوان خیر ،طالیبانو د خلکو شهادت ګوتی هم قطع کړی.او ډیر خلکو په بمونو کی هم لوخړه شول.
یوه خبره بله هم شته،طالیبانو حکومت کی خو داسی انتخبات هم نه کیدل،ټول فوکس په ګیره ،بریتو باندی وه،هر څه نور په ټپه ولاړ وه،

جميل
میلمه
جميل

دا غلام دولت لکه غلبيل سوری سوری دی .