افغانستان

طالبان: د کابل په برید کې یې لسګونه بهرنيان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسمي خبرپاڼه کې د کابل د پروني برید د مسئولیت ترڅنګ د برید جزئیات هم خپاره کړي دي.

نوموړي ویلي، په پروني فدایي برید کې یې د لسګونو بهرنیو اشغالګرو ترڅنګ د هغوی کورني ملګري، د ده په خبره (غلامان) هم وژلي دي.

تېره ورځ ناوخته د ماښام شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې اړوند د ګرین ویلیج په نامه سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر یو استوګنځي موټربم برید ترسره شو، چې ویل کیږي نژدې سلو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

دولتي چارواکو که څه هم تراوسه پوره جزیات نه دي ورکړي، خو د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي او د کورنیو چارو ویاند نجیب دانش په جلا جلا څرګندونو کې د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې ۴ تنه پکي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو څو شیبې وړاندي په یوې خبرپاڼې کې وویل چې : دا برید دوی کړی او په وینا یې د بهرنیو اشغالګرو اړوند یو مهم استخباراتي مرکز یې په نښه کړی.

د مجاهد په وینا : لومړۍ حمله د یوتن استشهادي مجاهد (معتصم لوګري) لخوا د لوی موټر په وسیله چې منفجره مواد په کې ځای پرځای شوي وو ترسره شوه.

استشهادي مجاهد خپل لارۍ موټر د هدف ځای (د بهرنیو اشغالګرو ودانۍ ته) ور داخل کړ او انفجار يې ور کړ، وروسته ۴ تنه نور په سپکو او درنو وسلو سمبال فدايي مجاهدین (طلحه پکتیاوال، حمدالله زابلی، اکرام کنړی او زبیرلوګری) د ودانۍ منځته ننوتل او په باقي پاتې بهرنیو اشغالګرو باندې یې څو ساعتونه جګړه او بریدونه وکړل.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي: په یاد برید کې لسګونه تنه اشغالګر ځواکونه، د هغوی همکاران او ساتونکي له منځه تللي دي.

مجاهد وایی : په دغه سیمه کې ملکي خلکو ته د تګ راتګ او اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي، خو په وینا یې، البته له سیمې څخه لري په ځينو کورونو کې یو شمیر خلک د شیشو په ماتیدو سره سرسریز خوږ شوي دي، چې د برید هدف نه وو.

طالب ویاند زیاته کړي، دوی وار له مخه لا هم په کابل کې خلک پوی کړي چې د بهرنیو ځواکونو له مراکزو، نظامي اډو، دفاترو او د کابل ادارې له نظامي ځایونو څخه لري و اوسي، د مجاهد په خبره، ځکه چې یاد ټول ځایونه د مجاهدینو تر هدف لاندې دي.

د یادې پیښې په اړه تر دا مهاله د بهرنیو ځواکونو له لوري هم څه نه دي ویل شوي، او نه په خپلواکه توګه څوک له داسي ځایونو کره معلومات ترلاسه کولای شي ځکه چې دا ډول پیښې چې کله رامنځ ته کیږي، په سم دستي ډول سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنه شي ترڅو خبریالان په آزاده توګه له حقایقو خبر نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x