کابل: نهمه حوزه کې چاودنې یو تن وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند مکرویانو سیمې سره چاودنې یو تن وژلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، پېښه د یو مقناطیسي بم په وسیله شوې ده، چې د ده په خبره په یوه شخصي کرولا ډوله موټر پسې نښلول شوی و.

د سرچینې په وینا چاودنه چې نن سهار وشوه، یوازې موټر چلوونکی پکې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه هم پر همدې حوزه کې د بهرنیو ځواکونو پر یو مېشت ځای ډله‌ییز سرتېری برید وشو، چې درنه مرګ‌ژوبله يې واړوله.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او د لسګونو بهرنیانو او د هغوی د همکارانو د وژنې خبر يې ورکړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې پېښه کې د ملکي تلفاتو په اړه لیکلي: «په دغه سیمه کې ملکي خلکو ته د تګ راتګ او اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي، خو په وینا یې، البته له سیمې څخه لري په ځينو کورونو کې یو شمیر خلک د شیشو په ماتیدو سره سرسریز خوږ شوي دي، چې د برید هدف نه و.»

یاده دې وي د کورنیو چارو وزارت نوي سرپرست وزیر خلکو ته ډاډ ورکړی و، چې که ټول هېواد نه وي، د کابل د خوندیتوب لپاره به تر خپله وسه هڅې ونه سپموي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د