fbpx

خیبر پښتونخوا: کرم ایجنسي کي دسپرلیو موټر تر وسلوال برید لاندي راغلی

kurram_agencyنن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۵) نن غرمه د دوولسو بجو په شااوخوا کی کرم ایجنسي ته څیرمه دنامالو وسلوالو له لوري د مسافرو  دسپرلیو موټر تر وسلوال برید لاندي راغلی دي.

له سیمي څخه خبرونه رارسیدلي چي دسپرلیو کاروان تربرید لاندي راغلیدي، چي نتیجه کي یی لږ تر لږه ۱۰ کسه وژل شوی، دوو موټرو ته اور اچول شوی،

دوه موټر له سپرلیو سره وسلوالو ورسره وړی دي، او د لسو څخه د زیاتو ژوبل شویو کسانو خبر هم ورکول شویدی.

 

امنیتي مسئولین د پیښی ځای ته رسیدلی دي، سیمه یی کلابنده کړیده، دپیښي په اړوند نور تحقیقات روان دي، نور جزیات به وروسته پرلیکه شي.   اوس اوس خبر راورسیدي چي دسورلیو پرموټرباندي ترسره شوي برید کي ۱۸ کسه وژل شوي او ۴۵ نوردوسلوالوله لوري څخه تښتول شویدي. بلي خواته په کوز دیر کي هم دنامالومو وسلوالو له خوا یو فوځي موټر دریموټ کنټرول بم په واسطه له منځه وړل شویدي، دوه فوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل شویدي
بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د