له ګواښ وروسته ټرمپ يو ځل بيا ترکيې سره د اقتصادي همکاريو وړانديز کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترکيې ته ګواښ کړی و، که د سوريې پر کردانو برید وکړي، امریکا به د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي، خو ترکيې د ټرمپ ګواښ رد کړی و او ټينګار يې کړی و، چې ترهګر هېڅکله د امریکا ایتلافيان نه شي کېدای.

له دغو دوه اړخيزو توندو څرګندونو وروسته ډونلډ ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره يې د دوه اړخيزې اقتصادي همکارۍ او پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې دواړو مشرانو د سیاسي او اقتصادي همکارۍ د زياتېدو سربېره د سوريې په شمال کې د خوندي سيمو په رامنځته کېدو خبرې کړي دي، چې هلته به هېڅ ډول عمليات او بمبارۍ نه کيږي.

په عين حال کې اردوګان ټرمپ سره په خپلو خبرو کې تياری ښودلی، چې له سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو په صورت کې ترکيه د امریکا هر ډول مرستې ته چمتو ده.

د ترکيې جمهوري رياست هم ويلي، دواړو مشرانو په دې هوکړه  کړې، چې له سوريې د امریکايي پوځيانو د ويستلو مخالفو قوتونو ته د ګټې اخيستو چانس په لاس نه ورکوي.

بل پلو سپينې ماڼۍ هم ويلي، چې ولسمشر د سوريې شمال کې د ترکيې د امنيتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره له اردوګان سره په ګډه همکارۍ  ته تيار دی.

د ترکيې  په اړه د امريکا په دریځ کې دا بدلون وروسته تر هغه ښکاره شوی، چې تېره ورځ ډونلډ ټرمپ ترکيې ته ګواښ کړی و، که د سوريې په شمال کې يې د امريکا پر ايتلافي کردانو برید وکړ، دوی به د ترکيې اقتصاد ويجاړ کړي، خو د ترکيې  ولسمشرۍ ماڼۍ او همدارنګه د بهرنيو چارو وزير مولود  جاویش اوغلو د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ويلي و، چې دا ډول ګواښونه په ترکيې  اغيز نه کوي او امریکا بايد د کردانو او ترهګرو ترمنځ توپير له یاده ونه باسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د