افغانستان

برېښنا شرکت: زرګونه شرکتونه او اشخاص مو نږدې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، زرګونه شرکتونه او اشخاص يې له څو کاله راهیسې نږدې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي او د لګول شوې برېښنا پیسې نه ورکوي.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته ويلي، شاوخوا درې زره کسان او شرکتونه يې پوروړي دي او له پور ورکولو انکار کوي.

هغه وايي دوی له پوره د انکاري کسانو او شرکتونو لیست برابر کړی، چې عدلي ارګانونو ته له سپارلو وروسته به يې له رسنیو سره هم شریک کړي.

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ د کابل والي یعقوب حیدري بیا د برېښنا پر ویش نیوکه وکړه او ويې ویل، چې د چارواکو، زورواکو او عادي وګړو تر منځ يې ژور توپیر شوی دی.

هغه وویل، د کابل برېښنا د ملي شورا د غړو په خوښه وېشل شوې چې خلکو ته پکې هیڅ پام نه دی شوی، خو د دوی برېښنا هیڅ وخت نه پرې کېږي.

د کابل اوسېدونکي وايي، د برېښنا ریاست چارواکي د چارواکو پر کورونو او کار ځایونو هیڅ وخت برېښنا نه پرې کوي خو په نورو ټولو خلکو برېښنا خورا ډېر وخت پرې کېږي.

کابل کې د برېښنا ریاست چارواکي هم مني، چې برېښنا پرې کوي، بې بې سې د دوی په حواله وايي، چې د برېښنا د لېږد لپاره د ۲۲ او ۲۳ په نوم دوه تارونه لري چې په نوبت يې قطع کوي.

د سرچینې په وینا په وارداتي برېښنا کې کمی نه دی راغلی، خو په ژمي کې د برېښنا لګښت ډېر وي، ځکه يې پرې کولو ته اړ کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close