څارونکي بنسټونه: د کابل د پایلو په اړه پاتې نوماندان غلي نه‌شي پاتې کېدی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): له شاوخوا درې میاشتې ځند وروسته په کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې، تېره ورځ اعلان شوې، چې د ۳۳ چوکیو لپاره يې په لومړنیو پایلو کې بریالي کسان اعلان کړل.

کابل کې ټول تر ۸۰۰ ډېر کسان نوماندان و، چې د لومړنیو پایلو له اعلانېدو وروسته يې ګڼو بېلابېل غبرګونونه ښوودلي دي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید وايي، یو شمېر پاتې نوماندان غلي نه شي پاتې کېدلی او په ونیا يې ټاکنو کمیسیون یو دروند مدیریت پر وړاندې لري.

په ورته وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، لومړنۍ پایلې د ناکامۍ او بریا په مانا نه دي او د اعلان شویو پایلو لپاره تر میاشت څو ورځې ډېر وخت د شکایتونو اورېدو ته ځانګړی شوی دی، چې خلک خپل شکایتونه ثبت کړي.

یوسف رشید بیا وايي، د دې پایلو په اړه غبرګونونو ته په پام ښايي په دې اړه شکایتونه ډېر وشي.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو هغو نوماندانو چې نومونه يې په لومړني لیست کې نه لیدل کېږي، ټاکنو کمیسیون پر درغلۍ تورن کړی او راتلونکی پارلمان يې یوازې د سوداګرو مرکز یاد کړی دی.

دوی يې نږدې هر یو دعوه کوي، چې شفافې رايې یې اخیستې دي، خو کمیسیون د پیسو په بدل کې چوکۍ پلورلې دي.