(ارشیف) انځور: د تېر کال د اکتوبر په ۱۲مه امریکايي الوتکو د کنړ په څوکۍ ولسوالۍ کې کورونه بمبار کړل او ۲۰ تنه ملکي افغانان یې ووژل

خړ کلی او ګرین ویلیج

قاري سعید

د شپې څه باندې دوولس بجې دي. رسنیو بیا په بیړنیو خبرونو، ویرجنو تبصرو، ژوندیو راپورونو او بحثونو آسمان را کوز کړی. آخر کیسه څه ده؟ په ( ګرین ویلیج  Green Village) برید شوی.

ګرین ویلیج یا ( زرغون کلی) د کابل ختیځ کې د کابل ــ جلال اباد سرک شمال اړخ ته پروت، هغه کمپ دی چې خارجیان په کې میشت دي. دغې سیمې ته ځکه انګریزي نوم ورکړل شوی چې زیاتره اوسیدونکي یې هغه خارجیان دي چې په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو او نورو اجنبي ادارو سره په پوځي، ملکي، استخباراتي او نورو برخو کې همکاري لري. ګرین ویلیج په داسې ځای کې ودان دی چې نږدې ورسره د اولسي خلکو کورونه او عامه میشت سیمې نشته. دې سیمې ته د کابل ــ جلال اباد له لارې یو سرک ورګرځیدلی چې په دقت څارل کیږي. د خارجیانو د شتون او سخت امنیتي څار له امله په دې سیمه کې د اولسي وګړو تګ راتګ د نشت برابر دی.

دا چې ګرین ویلیج په افغانستان کې یوازینی د بهرنیانو بشپړ ( کلی) دی، نو ځکه یې طالبان هم مهم هدف بولي. طالبانو له دې وړاندې د ۲۰۱۲ په اپریل، د ۲۰۱۳ په اکتوبر او د ۲۰۱۴ د نومبر په ۱۹نیټه هم په ګرین ویلیج بریدونه کړي وو، چې په دې ټولو بریدونو کې د عامه بې ګناه وګړو تلفات ځکه د نشت برابر وو چې په دې سیمه کې عام خلک د پام وړ حضور نلري او د برید زور ټول له بهرنیو اشغالګرو وځي.

خو دګرین ویلیج له پرديتوب سره سره رسنیو دې برید ته داسې انعکاس ورکړ، لکه ګواکې چې د افغانانو په کوم کلي برید شوی وي. انلاین او تصویري رسنیو چې د برید د ملکي تلفاتو کوم د پاموړ انځورونه او شواهد ونه موندل نو یې په روغتونو کې د عامه مریضانو انځورونه د برید د تلفاتو په عنوان نشر کړل. د فیسبوک اربکیانو او د ارګ مبلغینو هم د ویر ساندو ته کش ورکړ تر څو په ګرین ویلیج کې د وژل شویو یهودي او نصراني غاصبانو د وروستي ماتم حق اداء کړي.

دا خو د ګرین ویلیج د ماتم کیسه ده چې ښه په آب و تاب یې ویر لمانځل کیږي. خو په افغانستان کې یوازې همدغه یو کلی نه دی ودان، چې نوم یې ګرین ویلیج دی. دلته په زرګونو او لکونو کلي آباد دي، بلکې ویلی شو چې افغانستان اصلا له کلیو جوړ هیواد دی. پوښتنه دا ده چې آیا د دې هیواد په ټولو کلیو بریدونه همداسې حساس ګڼل کیږي لکه په ګرین ویلیج او که خبره بل وړ ده؟

راځئ لږ د امریکایانو د ګرین ویلیج او د افغان ولس د خړو کلیو د غم او ماتم له پرتلې ځان خبرو کړو.

تېره شپه چې په ګرین ویلیج حمله کیدله او بهرنیو اشغالګرو ته درانه تلفات رسیدل، له دې پيښې ۱۸ ساعته وړاندې د دوشنبې په شپه امریکایانو او د هغوی ضربتي ګوډاګیانو د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د پیرکوتي په سیمه کې په څلورو کلیو( خانجي خیل، بدرخېل، مګړخیل او علي شاخیل) باندې چاپې ووهلې،په داسې حال کې چې د دې کلیو بېچاره ولسي وګړي، له ژمني یخه پناه، په خپلو غریبانه کورونو کې، د تودو تاو خانو او صندلیو خوا کې په خواږه خوب ویده ول، ناڅاپه یې امریکایان د وږیو ځناورو په شان په کلیو ورشیوه شول.

امریکایان د وحشي لیوانو په څېر د بېچاره کلیوالو کورونو ته له دیوالو او بامونو ورلویدل، د ځینو کورونو دروازې یې په بمونو والوځولې، کلیوال  نارینه او تورسرې یې په نیمه شپه له کورونو را وایستل او په واوره او وژونکي یخ کې یې د ټوپکو تر شپیلیو لاندې کلابند کړل.

د علي شاخیلو د کلي امام مولوي اختر محمد یې له کوره را وایست او بیا یې د خپلو مقتدیانو تر مخ په مرمیو غلبیل او شهید کړ، د همدې کلیو یې پنځه تنه نور عام وګړي ( مولوي سید محمد، محمد ایاز، عبدالستار،ګلبت خان،مکین خان) یې هم د خپلو قریبانو تر مخ وویشتل او ځای پر ځای یې شهیدان کړل.

د ګرین ویلیج باشنده امریکایانو د افغان وطن د دې خړو کلیو پنځه کورونه له ټولو هست و بود سره په بمونو والوځول او ودان کورونو یې د خاورو او لوټو په ډيریو بدل کړل. د کورونو مالکان  له دې کورونو یوازې د خوب په جامو کې راوتلي او نورې ټولې سرمایې یې په امریکایي باروتو ریزمریز او په ایرو بدلې شوې دي. د یادو څلورو کلیو له ټولو تلاشي شویو کورونو څخه دخلکو پیسې، د ښځو ګيڼې او قیمتي توکي هم غلا شوي دي.دګرین ویلیج له خوا راغلیو په پای کې د خړو کلیو ۶ تنه بې ګناه اوسیدونکي زولانه او په چورلکو کې له ځان سره یووړل.

د ګران هیواد په څو خړو کلیو دغه قیامت د ګرین ویلیج له برید څخه یوازې ۱۸ ساعته مخکې تېر شو. خو په دې اتلسو ساعتونو کې نه ورباندې کوم خبریال خبر ولیکه، نه پرې د ټیلوزیون بریکنګ نیوز راغی، نه پرې په فیسبوک کې اوښکه تله شوه او نه یې هم چا تشه یادونه وکړه.  هوکې، زما د خړو کلیو د بیچاره کلیوالو غم تر هغې واورې سوړ تېر شو چې دغه کلیوال په کې ترسهاره لوڅې پښې ولاړ وو.

نو اې د انسانیت دعوه داره!

که په سینه کې زړه لرې. . . او په زړه کې عاطفه . . . نو لږ دې ګریوان وا کړه او وګوره چې ستا د وجدان په محکمه کې د (Green Village) او خړو کلیو ویر او ماتم په کوم کاڼي تلل کیږي؟

که د تول معیار یې سره بېل و، نو پوه شه چې ستا ماهیت مسخ شوی، ته یوازې په جوسه انسان پاته یې او په معنی او محتوا د هغو غیرانساني موجوداتو له جنسه یې چې یوازې د خپلو سورغاړو وینه ورته( سره او درنه) ښکاري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د