افغانستان

طالبان وايي تسلیم شويو کسانو ته په ګلانو هرکلی کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، یوازې تېره میاشت کې نږدې زر تنه له دولت سره په پوځي او ملکي برخو کې بوخت هېوادوال له دندو لاس پر سر شوي او طالبانو ورته غېږه خلاصه کړې ده.

د ورځې خبره؛ چې د طالبانو رسمي تبصره ده، پر همدې موضوع را څرخي، چې پکې د ۹۹۰ تنو د تسلیمېدو خبر ورکړل شوی دی او پر نورو هم د ورته اقدام غږ شوی دی.

تبصره کې راځي: «اسلامي امارت بار- بار له یرغلګرو او کابل ادارې سره کارکونکو هیوادوالو ته ور په زړه کړي، چې نور داسلام او هیواد پر ضدله جګړې لاس واخلي،دخپلو ارزښتونو اوملي منافعو دفاع ته راوړاندې شي، د اسلامي امارت په مشري د روان ولسي پاڅون سره ملګري شي، چې له یو ې خوا خپله دیني او وجداني وظیفه اداء شي او له بلې خوا خپلواکي اعاده شي او د یو اسلامي او خپلواک نظام څخه برخمن شو.»

طالبانو تسلیم شویو کسانو ته هرکلی ویلی او پر نورو يې غږ کړی چې سمه لار همدا ده.

طالبان پخپل تشکیل کې له جګړې پرته د افغان ځوانانو د ژغورنې په موخه بلنیز کمیسیون هم لري، چې د ویډیوګانو، مخابرې، ټلیفوني اړیکو، لیکونو او مخامخ لیدنو له لارې د ولس پر ضد جګړه کوونکو ته قناعت او بلنه ورکوي، چې له بهرنيو ځواکونو سره له همکاري لاس واخلي او د ولس په خوا کې ودرېږي.

د طالبانو د نننۍ تبصرې په پای کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې «اسلامي امارت یو ځل بیا له ټولو هغو هیوادوالو څخه چې د اشغالګرو او کابل ادارې سره کار کوي غواړي چې نور له دغه مردود او کرغیړن صف څخه راووځي، د خپلو مجاهدینو سره یو ځای شي او په ګډه ګران هیواد او مظلوم ولس د دین او وطن له یرغلګرو دښمنانو او داخلي اجیرانو له تسلط څخه خلاص کړو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x