نظــر

په ديني تعليمي نصاب کې د معاصرې باطل پېژندنې د مضمون ضرورت «څلورمه برخه»

د مولوي عبدالهادي مجاهد ليکنه

(په تېر پسې)

په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې د خونړيو جريانونو اصلي سبب د غربي او روسي لښکرو او افکارو راواردېدل دي.

اسلامي نړۍ ته چې تر کوم وخته غربي لښکرې راغلې نه وې او غربي افکارنه وو را صادر شوي او دلته د هغو پر بنسټ نظامونه او حکومتونه جوړ شوي نه وو نو تر هغه وخته مسلمانان په امن او استقرار کې اوسېدل، خو له هغه وخت راهيسې چې غربيانو او روسانو د اسلامي نړۍ په خلاف خپلې استعماري جګړې پيل کړې او اسلامي افريقا کې د مسلمانانو هېوادونه هسپانويانو،فرانسويانو، ايټاليايانو او انګرېزانو لاندې کړل، او همدارنګه په آسيا کې هم ډېر هېوادونه انګرېزانو او فرانسويانو ونيول، او د منځنۍ آسيا سيمې روسانو لاندې کړې نو په اسلامي نړۍ کې په پراخ ډول د مسلمانانو وژل، زنداني کول، د مليونونوانسانو بې کوره کول، د زور او تهديد له لارې پر هغوئ د استعماري قوانينو منل، او د مستعمرينو په مقابل کې د راپورته شويو ملي او اسلامي مقاومتونو له منځه وړل پيل شول.

که له يوې خوا عثماني خلافت چې د مسلمانانو د سياسي وحدت ورورستۍ نښه و د غرب په فکر د روزل شويو اشخاصو لخوا ړنګ شو او پر ځای يې په ترکيه کې د مصطفی کمال په مشرۍ سيکولر او دين دښمن نظام قائم شو، نو له بلې خوا په عربي سيمو کې هم داسې خلک واک ته ورسول شول چې استبدادي نظامونه يې جوړ کړل او د شريعت د حاکميت مخه يې ونيوله چې تر ننه همدا سلسله روانه ده.

که له يوې خوا په مليونونه خلک په اسلامي نړۍ کې د غربي افکارو د منونکو نظامونو له لوري وځپل شول، له بل لوري په سلکونه مليونه مسلمانان د همدغو نظامونو تر ظالمانه او استبدادي تسلط لاندې راغلل او د نا اسلامي قوانينو او نظامونو منلو ته اړ کړای شول، او نوي نسلونه يې په پرديو افکارو، عقائدو او فرهنګ وروزل شول چې د وخت به تېرېدلو یې له ريښتيني اسلام او دهغه له غوښتنو څخه فاصله ونيوه، او نه يوازې دا چې دا چې په اسلامي نړۍ کې د غرب پلوو نظامونو او حکومتونو د تداوم سبب شول بلکې د اسلام په خلاف یې خونړۍ مبارزه هم پيل کړه چې تر ننه په ټوله اسلامي نړۍ کې روانه ده، او د اسلامي هېوادونو ټولنې، اقتصاد او استقراريې له تباهۍ سره مخ کړی دی.

مستعمرينو د پوځي اشغال تر څنګ خپل افکار هم که هغه کمونيزم او يا هغه ته ورته نور افکار وو، او يا د غرب ليبرال او سيکولر افکار وو په ډېر مهارت د اسلامي نړۍ هېوادونو ته راصادر کړل، او دلته يې ورباندې خلک وروزل، د هغو د خپرولو او تطبيق لپاره يې تعليمي نصابونه او سياسي نظامونه رامنځته کړل، او هم يې د همدغو غربي افکارو پر بنسټ په اسلامي نړۍ کې سياسي احزاب او ټولنې جوړ کړل چې دې ټولو پخپل ټول قوت سره پدې مقصد فکري، سياسي، اجتماعي او عسکري فعاليتونه ترسره کړل چې د مسلمانو ولسونو ژوند د فکر، سياست او اجتماع په ډګرونو کې په مستعمرينو پورې وتړي او په هغو معيارونو يې عيار کړي چې د استعماري غرب او روسيې سياستوالو او پوځي ستراتېژستانو غوښتل.

دا چې اسلامي نړۍ ته له غرب څخه راصادر شوي افکار، نظريات، عقائد، فرهنګ، د ژوند تېرولو معيارونه، سياسي فعاليتونه او قوانين د مسلمانو ولسونو لپاره پردي او د دوئ د دين، عقيدې او اخلاقي ارزښتونه مخالف وو نو مسلمانان يې منلو ته تيار نشول، بلکې د هغو په خلاف يې مقاومت پيل کړ.

د غربيانو او روسانو په مرسته جوړو شويو حاکمو نظامونو او سياسي جهتونو چې په هر صورت غوښتل اسلامي هېوادونه د غرب او يا روسيې تابع وګرځوي او مسلمان ولسونه د غرب او يا روسيې پر لاره روان کړي نو پر مسلمانو ولسونو يې د خپلو نظامونو، قوانينو او ارزښتونو د منلو لپاره د زور او خشونت لاره ونيوه. دې کار په اسلامي نړۍ کې د حکومتونو او ولسونو ترمنځ د سياسي او مسلح ټکر زمينه برابره کړه چې په دغه ډول ټکرونو کې په افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ کې په مليونونو هغه مسلمانان ووژل شول، زنداني او تعذيب شول، او يا هم تبعيد شول چې د کمونستو او يا غرب پلوو حکومتونو قوانينو او غوښتنو ته يې غاړه نه ايښوده.

د افغانانو په تاريخ کې داسې کله هم نه و پېښ شوي چې ولس دې د خپل نظام، حکومت او پادشاه په خلاف راپورته شي، اوږده جګړه دې وکړي او ډېر انسانان دې ووژل شي، بې کوره دې شي، او زندانونه دې ورباندې ډک شي، ولس دې د حاکم په خلاف سنګر ونیسي، او حاکم دې د ولس په خلاف خپلې لښکرې راوباسي. دغه ډول وضعيت د اول ځل لپاره هغه وخت د امان الله خان په پادشاهۍ کې رامنځته شو چې کله هغه د اروپا له اوه میاشتني سفره بېرته راغی،تقریبا اوه میاشتې یې په اروپا ته تللی وه په داسې حال کې چې هغه برحاله بادشاه وه چې کله بیرته راغی او دلته يې د غربي افکارو، نظریاتو، قوانينو او غربې ژوندبڼې د خپرولو او په خلکو د تحمیلولو عملې هڅې وکړې، او د اصلاحاتو تر نامه لاندې یې یوه سلسله افسادات شروع کړل، هغه د شريعت پر ځان وضعي قوانين رائجول غوښتل، او په ټولنه کې ديني ارزښتونو ته په درناوي ونه کتل، هماغه و چې علماوو، د ټولني متدینو خلکو او ټولو افغانانو د ده له افکارو سره حساسیت وښود، او دی دغه حساسیت ته تسلیم نه شو بلکې د اروپايي افکارو او قوانينو عملي کولو ته يې نور هم زور ورکړ، او د دې پر ځای چې دین ته رجوع وکړي او د هوښيارانو نصیحت ومني د مصلحينو او علماوو په خلاف يې په تاوتريخوالي لاس پورې کړ، نتيجه يې دا شوه چې د ولس خلک ورپسې راپوته شول او داسې ګډوډی جوړ شو چې وطن ورکې وران شو،او ده هم خپله پادشاهي هم له لاسه ورکړه، له هېواده وتښتید او بيا يې هلته ليرې په ایټالیاکې د پاپ د کلي تر څنګ ساه وخته. دا ټول لدې امله وشول چې هغه دلته د اسلام پر ځای اروپايي افکار عملي کول غوښتل.

که چېرته دغه نا عاقبت اندیشه، ظالم، جابر او له دین څخه په تېښته حاکم پردي افکار دلته نه راوړلای او پر خلکو يې نه مسلطولای، نو خلک به ولې د ده په خلاف راپورته کېدل؟ خلکو خو د ده د پلار حبیب الله خان او نیکه عبدالرحمن خان په پادشاهيوکې پر ظلم او وحشتونو صبر کړی و، او د ده په خلاف هم نه وو راپورته شوي، او دا ځکه چې که پلار او نيکه يې استبداد هم کاوه خو د دین په خلاف یې د مخالفت داسې صریح موقف نه و نيولی لکه ده چې درلود.

په دوهم ځل بیا دغه ډول وضیعت هغه وخت د ظاهر شاه په زمانه کې رامنځ ته شو چې په افغانستان کې یې چپي افکارو، نظریاتو او سیاسي احزابو ته تبارز زمینه برابره کړه، او په مقابل کې يې د اسلامي افکارو درلودونکي تر فشارونو لاندې ونيول، علماء او اسلامپال بیاد احتجاج او اصلاح غوښتنې په مقصد راپورته شول، خو د دې پر ځای چې دی د فساد مخه ونيسي ده د علماوو په مقابل کې تاوتريخوالي ته لاس واچاوه، هماغه و چې خلکو بيا د نظام په خلاف د قیام روحیه واخیسته چې بیا د کمونستانو په خلاف د جهاد او مقابلې لپاره پیلامه وګرځېده.

په دریم ځل دغه بده تجربه هغه وخت تکرار شوه چې په افغانستان کې کمونيزم ديو پردي فکر په حيث او کمونستان د پرديپال سياسي او پوځی ځواک په حيث راغلل او دکمونيزم باطل فکر يې دلته د يوې برخې ځوانانو په منځ کې خپور کړ، د هغوئ ذهنونه يې وربدل کړل، او دلته يې يو نوی نسل وروزه او سیاسي حزب يې هم جوړ کړ چې وروسته بيا همدغو کمونستانو د کودتا په نتيجه کې حاکم نظام ړنګ کړ او وروسته يې روسان هم را وغوښتل او افغانستان يې ورباندې اشغال کړ.

کمونستانو دلته د کمونيزم عملي کول غوښتل، خو دې مسلمان ملت ورسره نه مانه، هماغه وو چې تر دوو میلیونو زیات انسانان يې ووژل، په مليونونو يې معيوب کړل،کلي يې په کنډوالو بدل کړل، په مليونونو هکتاره زراعتي ځمکې يې وچې کړې، تر پنځو میلیونو زیات خلک يې د وطن پرېښودلو ته اړ کړل، څوارلس کاله يې په افغانستان کې د اور او وينو لوبه توده وساتله، او تر هغه وخته يې د دې مسلمان ولس په خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکړ چې ترڅو يې د زور له لارې حکومت وپرځول شو، او دوئ لاړل په غرب کې آواره شول، او هلته يې د خپلې سياسي عقيدې په خلاف د غربيانو خدمت پيل کړ، خو د دوئ له لوري رامنځته شوی ناورين تر نن پورې روان دی، د دې ټولو سبب بیاهم د کمونيزم پردی فکر و چې په اصل کې يو اروپايي فکر دی.

که چېري موږ په ابتدا کې په دې توانیدلي وای چې د کمونیزم د افکارو د واردېدو او په هغو باندې د خلکو د معتقد کېدو مخه مو نیولې وای، او د علم، دعوت او عامه پوهاوي له لارې مو د کمونيزم د کفر په ضرر او تاوان خلک پوه کړی وای، نو زموږ د ولس په میلیونونو انسانان به د دوئ په صف کې نه درېدل، او د مرګونو مېچنې به يې د دې ولس په ککریو نه ګرځولې.

تر کمونستانو وروسته د امريکا په مشرۍ د دېموکراسۍ فکر او لښکر په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان لښکرکشي وکړه، او له تېرو اتلسو کلونو راهيسې يې د دې مسلمان ولس پر سر د اورونو او بمونو اورول پيل کړي او دلته يې د اسلام د حاکم کېدلو مخه نيولې ده.

اوسني يرغلګر چې د ليبرالیزم، ديموکراسۍ، یهودي سياستونو، نصرانیت، وضعي قوانينو او نورو غربي افکارو د کفر يوه ګډوله ده بيا هم غواړي افغانستان لاندې کړي او افغانان د خپلو مقاصدو د ترسره کولو په هدف د ځان لپاره تسخير کړي.

امريکا او ملګرو يې دلته د خپل تاريخ تر ټولو اوږده جګړه د افغانانو په خلاف توده ساتلې ده. امريکايانو او اروپايانو دلته د دې ولس د تسخيرولو په مقصد پر خپلې عسکري او فکري جګړې تر دوه زره مليارده ډېر ډالر ولګول، او د افغانانو په نامه يې خپل داسې وفادار خلک پر دې ولس مسلط کړي چې په بې دينۍ، ظلم، اخلاقي او مالي فساد کې ساری نه لري.

امريکايانو او ملګرو يې د خپلې فکري تأثيرګذارۍ او ډالرو د مصرفولو له لارې له ځينې افغانانو داسې خلک جوړ کړي چې وايي مسلمان یم خو د الله د دين حاکمیت نه منم، بلکې د کفارو لخوا پرجوړو شويو قوانينو فيصله کووم، مسلمان یم خو له کفارو سره دوستي بده نه ګڼم. مسلمان یم خو د مجاهد وژل مې اساسي وظيفه ده. مسلمان یم خو د کافر ترڅنګ د دریدو لپاره له هغه سره تعهد کوم، فورمه ډکوم، او په خپله خوښه له هغه د دفاع لپاره ورسره قرارداد امضا کووم. مسلمان عسکر یم خو د جنګ قومانده مې د کافر په لاس کې ده، او هدف هم راته هماغه ټاکي خو زه بيا هم ورسره وفادار يم. مسلمان یم خو د ماين کش سپي په شان د کافر په مخ کې روان يم چې که په لاره کې کوم ماین وي چې پر کافر باندې انفجار ونه کړي بلکې پر ما باندې والوزي!

د غرب فکري او پوځي ټلوالې دلته د دې مسلمان ولس د آزادي پالونکو مجاهدينو او د دې ولس د دین، مذهب، ملا، طالب، محراب او ممبر په خلاف ډېر خونړۍ جګړه روانه کړې ده او پدې مقصد ملا او طالب راوژني، مدرسه او مسجد را ورانوي، مدرسه او طالب را بمباروي چې دلته د خپلې دیموکراسۍ او نورو اهدافو د تحقق لپاره زمينه سازي وکړي، او بیا د دې هېواد پر شتمنيو خپل تسلط قائم کړي.

غربيان غواړي د افغانانو فکر او ټولنيز ارزښتونه وربدل کړي، د همدې مقصد لپاره يې خپلو افغاني ملګرو ته پوهنتونونه، راډیوګانې، ټلویزونونه،جريدې، مجلې، او ویبسایټونه ورجوړ کړي دي، او په زرګونو خلک يې ورکې په لوړو تنخواوو پدې مقصد ورکې توظيف کړي دي چې د دوئ له لارې زموږ ولس غلام کړي، د آزادۍ احساس او روحیه یې له ذهن او روحه وباسي، له دین او تدین څخه يې لرې کړي، اخلاق،لباس او فرهنګ یې وربدل کړي، ولسي جوړښت يې مات کړي او د تحاکم مرجع یې د شريعت پر ځای د بشر او ښځو د حقوقو غربي ادارې وګرځي، ښځې بد اخلاقۍ ته تشويق کړي او بيا د حمايت لپاره د غربيانو تر مستقيم نظارت لاندې د (امن کورونو) ته رهنمايی کړي.

غربيانو دلته د خپلو افغاني ملګرو په لاس عدلي، جزایې، حقوقي، مطبوعاتي، امنیتي تجارتي، او له نړۍ سره د تعامل قوانين هم په خپله خوښه تبديل کړل، د جهاد فریضه چې رب العالمین پر مسلمانانو د دین د اعزاز لپاره فرض کړې ده دوئ پر هغې د تروریزم نو کېښود او د همدې جهاد په ګناه یې اوه ویشت زره ځوانان د هېواد په مختلفو زندانونو کې اچولي ، او پدې يې محکوم کړي چې ولې دلته جهاد، د اسلام حاکمیت، اسلامي اخلاق او آزادي غواړې؟! او ولې په غلامۍ نه راضي کیږې؟!

اشغالګرو غربيانو د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې هم ډېر کفري مفاهيم ځای کړي دي چې دېموکراسي، د خلکو پر اراده د نظام درېدل، او د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې په نامه د هغې وثيقې منل يې له جملې څخه دي چې د کفارو له لوري د هغوئ د ارزښتونو د خوندي کولو په مقصد رامنځته شوې او بيا وروسته پر اسلامي هېوادونو هم تحميل شوې ده.

د اساسي قانون په مقدمه کې د نورو مفاهيمو ترڅنګ ليکل شوي چې:( …د ملګرو ملتو د منشور په رعايت او د بشر د حقوقو نړيوالې اعلاميې ته په درناوي … د خلکو پر اراده او دېموکراسۍ ولاړ نظام د تأسيس لپاره … دغه اساسي قانون… تصويب کړ. او همدارنګه دغه قانون په شپږمه ماده کې د نورو مفاهيمو ترڅنګ وايي:( دولت…د دېموکراسۍ په تحقق مکلف دی. او په اومه ماده کې هم تصريح کوي او وايي:( دولت د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې رعايت کوي).

دا اساسي قانون په صراحت سره وايي چې د خلکو په اراده او رایه به فیصله کوي نه د الله تعالی په شريعت، او نظام به يې هم د دیموکراسۍ د تحقق لپاره وي نه د اسلام د شریعت د تطبيق لپاره، او رعايت به هم د بشر د حقوقو د هغې نړیوالې اعلاميې کوي چې د هغې په اتلسمه ماده کې هر انسان ته د دین د انتخاب او بدلولو اجازه وکوي.

امريکايانو له خپل يرغل وروسته د افغانستان له تعليمي نصابه د شوروي او کمونيزم په خلاف د دې هېواد د خلکو تاريخ پدې بهانه حذف کړ چې هغه له اختلافاتو ډکه زمانه وه او دهغې زمانې خلک اوس هم ژوندي دي. د امريکايانو تر نظارت لاندې جوړ شوي نصاب کې د کمونيزم په خلاف د ستر جهاد زمانې ته د (ناورین) نوم ورکړ شو، پداسې حال کې چې دوئ چې د افغانستان د اشغال په مقصد د المان په (بن) ښار کې کومه غونډه جوړه کړې وه او يا يې وروسته په کابل کې کومه لویه جرګه رامنځته کړې وه هغه یې ټول په نصاب کې شامل کړل، خو د دې ولس د افتخاراتو، جهادونو او عظمتونو تاریخ چې د شوري اتحاد ماتې ورکې بيان شوې وه پدې مقصد له نصابه حذف کړ چې نوی نسل ورڅخه دا درس وانخلي چې کوم ملت چې روسي يرغلګر مات کړي وو هغه امريکايي يرغلګر هم ماتولی شي.

دې کې شک نشته چې زموږ ټولنه له باطلو افکارو متأثره ده، او د دې لپاره چې نوره هم متأثره نشي او راتلونکي نسلونه مو په پرديو پسې روان نشي باید باطل وپېژنو او دهغه په اړه په خپل نصاب کې پوره معلومات تدريس کړو.

د باطلو پېژندل موږ ته تر بل هر چا ځکه ډېر ضروري دي چې زموږ اسلامي ټولنه یې متأثره کړې ده، او په مختلفو نومونو يې زموږ بچیان د کمونزم او لبرالیزم په صف کې درولي دي. همدا نن د امریکايي يرغلګرو په صف کې د دې هېواد په سلګونو زره ځوانان ولاړ دي، او زموږ په نصابونو کې د يرغلګرو نظریات لو ستل کیږي.
زموږ په نصاب کې صرف، نحو، منطق او زاړه ادبيات ښه ډېر دي، خو د باطل معرفي کول او د هغه په خلاف د خلکو ذهن جوړول چې د اسلام له اصلي مقاصدو څخه دي په اړه يې هېڅ نشته، او همدا وجه ده چې په سلګونو زره خلک مو وخت په وخت د کفارو تر څنګ دریږي، او د دین، ملا، مدرسې او محراب په خلاف جګړه کوي. او دا هر څه ځکه کوي چې په دين او دنياوي دواړو نصابونو کې مو د معاصر کفر په اړه حکم نشته. دا چې د معاصر کفر بېلابېل افکار او مفاهيم دې ولس ته د قانون، نظام، میډیا، تعليمي نصاب او نورو وسائلو له لارې ور تلقينېږي خو په مقابل کې يې څه نه تدريسېږي نو نوی نسل به څنګه د کفارو په خلاف حساسیت وښيي د مقابلې لپاره به يې له کومه ځايه عقیده او انګیزه واخلي.

پورتني ياد شوي وضعيت ته په پام سره که اوس هم د ديني مدارسو په نصاب کې د کفر او باطل د معاصرو اشکالو په هکله مضامين نه ور داخلېږي نو دا به د دې هېواد او ولس د راتلونکي په اړه لوی غفلت او د جرم ارتکاب وي چې نتائج به يې د راتلونکو نسلونو لپاره ډېر ويجاړوونکي وي. (نور بيا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x