زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د امريکايي پوځيانو په وتلو مذاکرات کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د امريکايي پوځيانو په وتلو بحثونه پيل کړي دي.

له زلمي خلیلزاد سره په دې سفر کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړې مرستياله ليزا کورټیس هم ملګرې ده.

 د پاکستان د بهرنيو چارو  وزارت يوې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې د خلیلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوی به له پاکستاني چاراکو سره د امريکايي پوځيانو په وتلو او له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه خپل سفر د رواني جنوري په اتمه د هند په نيت پيل کړی و، خو هغه په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي و، چې د پرواز د ځنډ له امله يې په متحده عربي اماراتو کې  د ګډ حکومت د ملي  امنيت سلاکار حمدالله محب سره وليدل او تر هغه وروسته هند ته ولاړ.

خلیلزاد هند ته د خپل سفر پر مهال  د بهرنيو چارو وزيرې سشما سوراج او نورو چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه له خبرو وروسته چين ته تللی و او اوس د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی  دی.

تر زلمي خلیلزاد وړاندې د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني  سلاکار عمر داودزی هم تېره اونۍ اسلام اباد ته تللی و او د  سولې په اړه يې له پاکستاني  چارواکو او سياسي ګوندونو له مشرانو سره ناسته کړې وه.

د ګډ حکومت د سيمې له هېوادونو او امريکا غواړي، چې طالبان ورسره خبرو ته کينوي، خو طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان کشالې د پای ته رسولو لپاره بايد له بهرني اساسي اړخ امريکا سره خبرې وکړي او له ګډ حکومت سره يې له ناستې  انکار کړی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

داسی څوک نشته چی ووایی د سوله ضرورت د افغانانو نو د پاکستان پکی څه کار؟
نو لدی خو داسی معلومیږی چی کومی خبری افغان دولت کوی هغه رښتیا کیږی چی پاکستان د طالبانو ملاتړ کوی نو که یی نه کوی ولی امریکا پاکستان ته سوال او زاری کوی