ولسمشريزې ټاکنې: زلمي رسول هم نوم ليکنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د بهرنيو چارو پخواني وزير زلمي رسول نن له غرمې مخکې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته لاړ او هلته يې د ولسمشريزو ټاکنو له پاره نوم ليکنه وکړه.

زلمي رسول په دې ټاکنو کې د کابل پخوانی والي عبدالجبار تقوی د لومړي مرستيال او د باميان ولايت پخوانی والي خان محمد وحد ت د دوهم مرستيال په توګه ټاکلي دي.

نوموړي له نوم ليکنې وروسته خبريالانو ته وويل چې ژمنه کوي چې د تعصب او تبعيض په وړاندې به مبارزه کوي او د سولې او امنيت له پاره به کار کوي.

نوموړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې بايد د ولس له رايو سره خيانت ونه کړي او دا پروسه په شفافه توګه ترسره کړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم په ولسمشريزو ټاکنو کې ځان نوماند کړی و خو ارګ ته يې لاره نه وه موندلې.
د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماندانو د نوم ليکنې لړۍ د روانې مرغومې مياشتې په ديارلسمه نېټه پيل شوې ده چې ددې مياشتې تر ۳۰ نېټيې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندۍ له پاره عبدالطیف پدارم، حکیم تورسن، سیدنورالله جلیلي او عنایت الله حفیظ هم نوم لیکنه کړې ده.

زلمي رسول په ۲۰۰۱ زيږديز کال کې د بن کنفرانس ګډونوال، د حامد کرزي نژدې ملاتړی او د هغه په حکومت کې يې د هوايي چلند د وزير او ملي امنيت د سلاکار په توګه دندې ترسره کړي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې يې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندۍ له پاره له دندې استعفا ورکړې وه.