نړۍ

مصر: د غير اخلاقي حرکاتو له امله محصلين له پوهنتون څخه ويستل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د مصر په شمال کې د المنصوره پوهنتون يو نارینه او بل ښځينه محصلين هغه وخت له پوهنتون څخه وويستل شول چې له يو بل سره يې د غیر اخلاقي حرکاتو ويډيو ترلاسه شوه.

د فرانسې د خبري اژانس د خبر له مخې هغه ويډيو چې د المنصوره پوهنتون ادارې ترلاسه کړې ده په کې ښودل کيږي چې يو نارينه او بل ښځينه محصلين له يو بل سره غاړه غړۍ شوي دي، په ويډيو کې يوه صحنه داسې ښودل شوې ده چې په کې نارينه محصل خپلې ښځينه ملګرې سره په داسې حالت کې مخامخ شوې ده چې ښځينه محصله ولاړ او نارينه ورته په ګونډو ناست دی او له هغې څخه يې د غربي تهذيب په څېر د واده يا مينې غوښتنه کړې ده او له هغې وروسته يې یو بل ته غاړې ورکړې دي.

له دې پيښې وروسته د المنصوره پوهنتون ادراې دواړه محصلين له پوهنتون څخه خارج کړي دي او د دوی دا کړنه يې د مصري کلتور او عنعاتو خلاف عمل بللی دی.

د المنصوره پوهنتون وياند احمد زاري هم پيښه تائيد کړې ده او ویلي يې دي چې په دې پيښه د سيمې خلکو غوسه راپارېدلې ده او د پوهنتون ادارې هم له پوهنتون څخه د تورنو محصلينو د اخراج پرېکړه کړې ده.
د زاري په وينا د دې محصلينو دا غير اخلاقي عمل د ټولنې له اصولو او کلتور خلاف کار دی او په دې اړه يې تورنو محصلينو ته د نورې سزا د ټاکلو له پاره د پوهنتون د منتظيمينو غونډه رابللې ده.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې په پوهنتونو کې دې د محصلينو ترمنځ دا ډول د غير اخلاقي پيښو خبرونه ورکول کيږي، مګر تر دې وړاندې هم څو ځلې د بيلابيلو هیوادونو په پوهنتونونو کې د دا ډول بد اخلاقيو او له نامحرمو سره د اړيکو راپورونه ورکول شوي دي.

ډېری وخت ديني علماء او مذهبي شخصيتونه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ګډ تعليمي سيستم مخالفت کوي او دا په ټولنه کې د فساد، فحشا او بې لاريو لامل ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x