افغانستانخبرونه

حمدالله محب: د بهرنیانو په کمپ د شوي برید «غچ» اخلو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): د افغانستان د ملي امنیت شوراء سلاکار حمدالله محب وايي، د کابل پرونی برید ورته هیڅ د زغم وړ نه دی جدي پوښتنه به یې کوي او غچ به یې اخلي.
د ملي امنیت شوراء له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، هر څو ک چې د داسې وحشتونو تر شا لاس لري نور دې داسې فکر نه کوي چې بې پوښتنې او بې ځوابه به پاتې شي.
د ملي امنیت شوراء سلاکار وروسته تر هغه په ګواښونو لاس پورې کوي چې تېره ورځ ماښام په کابل کې د بهرنیانو په مهم مرکز «ګرین ویلیج» باندې موټربم حمله وشوه او څو تنه برید ګر یاد کمپ ته ننوتل.
د پېښې پړه طالبانو په غاړه واخسته او ادعاء یې وکړه چې لسګونه بهرنیانو ته یې مرګ زوبله اړولې، ذبیح الله مجاهد په یوې رسمي خبرپاڼه کې وویل چې «په یاد برید کې لسګونه تنه اشغالګر ځواکونه، د هغوی همکاران او ساتونکي له منځه تللي دي».
د کورینو چارو وزارت هم د یادې پېښې پخلی کړ او ویې ویل چې «په پېښه کې عامو خلګو ته دروند زیان اوښتی» خو ذبیح الله مجاهد بیا دا ډول خبرې ردوي او په وینا یې «په دې ځای کې عامو خلګو ته د تګ راتګ هیڅ اجازه نه ورکول کېږي، یوازې له برید څخه په لیرې ساحو کې د ځینو کورونو شیشې ماتې شوې چې د برید هدف نه وو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

هو داسي به وکړی چه بيګاه ته به دي چا په کور چاپه واچوي خځي ماشومان به شاهدان کړي بس دغه يي غچ ده

محمد طیب شریف

محب تہ وا بیابہ دوطن پرمظلوموکلیوالو چاپہ واچوی اویو50کسان بہ شھیدان کڑی نوستاسو دغچ اخیستلوخلگ خو معلوم دی چی بی گناہ ماشومان اوتورسری دی

پتنګ

احماقت پریږده مذدوره ! غچ له هغو واخله چې ستا هیواد یې اشغال کړی او ته یې سیاسي او اقتصادي غلام یې !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x