د امریکا سره د مذاکراتي بهير په اړه د طالبانو مهمه اعلاميه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی ۱۳۹۷ل): طالبانو د امریکا سره د مذاکراتي بهير په اړه د مهمه اعلاميه نشر کړه . نن ټکی آسیا يې د خپل اهميت له مخې کټ مټ نشر ته سپاري:

افغانستان د وروستي سیاسي وضعیت په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د هیواد په سطحه یو سرتاسري اسلامي او ملي ځواک دی، د تیرو نږدې دوو لسیزو راهیسې یې په سر او مال د امریکايي یرغلګرو ځواکونو او د هغوی د کورنیو او بهرنیو همکارانو سره مقابله کړې اوکوي یې. اهداف یې واضح او مشروع دي، چې هغه د هیواد خپلواکي او د اسلامي نظام قائمول دي.

د همدې مقصد د حصول لپاره په نظامي او سیاسي دواړو برخو کې فعالیت کوي.

د مسئلې د سیاسي حل لپاره یې لاره خلاصه پرېښې او د تماس ځای یې هم ښکاره دی چې هغه د اسلامي امارت سیاسي دفتر دي او په دوحه کې شتون لري.

هر هیواد چې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل کې مرسته کول غواړي، کولی شي ورسره تماس ونیسي او اسلامي امارت یې هرکلی کوي؛ خو په افغانستان کې د اشغال مسئله زموږ د خپلواکي غوښتونکي مسلمان ملت مسئله ده، څرنګه او چیرې یې چې حل کول غواړو، دا زموږ حق دی.

دا مسئله د چا په فشار او تاکتیکي برخوردونو نه حل کیږي او نه هم دا د منلووړ دي چې څوک د افغانستان مسئله د خپلو اړیکو د پرمخبیولو او خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي.

که امریکایان غواړي په ښه نیت مذاکراتو ته راشي او د افغانستان د مسلمان اولس مشروع غوښتنې ومني، په داسې کولو سره مسئله حل کیدای شي؛ خو که د افغانانو مشروع غوښتنو له منلو څخه تیښته کوي او په یوه او بله پلمه، د سولې تر نوم لاندې خپل استعماري او نظامي اهداف له سیاسي لارو تعقیبوي یا د نورو هیوادونو د تطمیع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنی لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل کې دلچسپي نلري.

څرنګه چې امریکایانو د تیر میلادي کال د نومبر په میاشت کې د دوحې په غوڼده کې موافقه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان څخه د خارجي قواوو په وتلو او د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو په موضوع خبرې کوو؛ خو اوس دوی له هغې اجندا څخه ډډه کوي او پخپله خوښه نوی موضوعات پکښې زیاتوي، نو له همدې امله، اسلامي امارت امریکایانو ته خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام کوي او امریکایان پخپله تګ لاره کې له ريښتونولي څخه کار نه اخلي؛ نو اسلامي امارت به هم اړ کیږي چې د سولې خبرې او مذاکرات ترهغه وخته وځنډوي ترڅو چې امریکا د ناروا فشارونو او تاکتیکونو پرته، واقعي سولې ته راوړاندې شوې نه وي.

د افغانستان اسلامي امارت
2019/1/15م

avatar
6 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د لوی الله (ج) څخه مو د بریاپه هیله یو ای د اسلام د سپیڅلی دین سپیڅلو مبارزینو.
ژوندی دی وی د افغانستان اسلامی امارت.

محمد
میلمه
محمد

الحمدلله چي حالات روښانه سول موږته مختلف سوچونه راتلل چي خداي ناکرده دحزب اسلامي معمله ونسي دصلح په نوم تسلیمدل

لونګ
میلمه
لونګ

حزب اسلامی افغانستان شموله ګوند دی جهاد یی ټوله دنیا ته معلوم ده. ###. تر اوسه چاته تسلیم هم ندی په سیاست پوه خلګ لری. خوله دی په اوبو ومنځه بیا د حزب اسلامی نوم واخله. بله خبره: حزب اسلامی د روسانو او چینایانو د مذاکراتو له لاری ندی راغلی، له خپلو افغانانو سره یی مذکرات وکړل د سولی لاره یی خپله کړه نه په حکومت شریک ده او نه هم چاته عزر او زاری کوي. امریکایانو نه یی باج واخیست، په خپله خاوره کی فعالیت کوی. د #### درسته ده په حزب کی به ښه او بد کسان وي،… نور لوستل »

MHA
میلمه
MHA

Among all the seven groups who were fighting against russian invasion Hezbi-Islami was much organized and abiding by the rules party.and its mujahideens were tough fighters. I saw Mr Hekmatyar was eating lunch together with his office employees and the lunch was simple in comparison to other groups.

غوربندي
میلمه
غوربندي

آی ټوټالي آګري وېد یو باټ هاو اباوټ ناوو؟

هي اېز ناو سرروایوېنګ آن مانتلي 50 تاوزند دولارس پیېډ بای دي امیرکن کنسېلېټ تروو دي پاپپټ ګورنمنټ !!

حماد
میلمه
حماد

طالبان هم باید د کابل د تیرې ورځې د وحشت غوندې له غیر اسلامي او غیر انساني کړنو لاس په سر شې کنه دغه ډلې ته اسلامي ویل د اسلام سپکاوی ده

موسی
میلمه
موسی

طالبان باید د کابل د پروني برید په څیر کامیاب بریدونه نور هم ترسره کړي ترڅو د حماد غوندې ګوډاګیانو زړونه نور هم لمبه لمبه شی. دی بیچاره پخپلو بادارانو دومره زیات خفه کیږی

لونګ
میلمه
لونګ

لږ په سیاسب ځانونه پوه کړی، د غوایی له شکر سره یی په جنګ مه اچوي. دا د قطر دفتر به هم در باندی بند کړی او ممکن پاکستانیان به مو هم له پيښور او کویټی له شوراګانو لری واچوی. لږ سړی د خلکو امیدونه د سولی خواته وو.

حکیمي
میلمه
حکیمي

لونګ جانه طالبانو چی دامریکاپه وړاندې مبارزه شروع کړه نه یې په اصطلاح په ځمکه سیوری درلود نه په اسمان ستوری دقطر دفتر دهیوادپه داخل کې ۸۵ فیصده خاوره لاسته راوړل دنړۍ له سترو هیوادونو سره دمتقابل احترام اړیکې اوداهرڅه دتش لاسي طالب دمتین عزم اواستقامت نتیجه وه امریکا به تاسو منافقانو ته دغوایی ښکر وي طالبانوته خو دوزې ښکر هم نه ښکاري څه به وشي که د تاپه فکر له کوټې اوپیښوره یې وباسي پخپل هیوادکې پراخه ساحه په لاس کې لري که دقطر دفتر یې له لاسه ورکړ خپل راکټ اوزېړه بوشکه خویې له لاسه ندي ورکړي تاسوبه… نور لوستل »

موسی
میلمه
موسی

لونګینه ته چې دومره سیاست پوه یې او دا ستا خیښان دومره ځواکمن دې چې هم دفتر بندولای شی هم دا کولای شی هم ها کولای شی نو بیا یې اوس مذاکرات د څه لپاره شروع کړي؟ خو له اوله دې همغه بدمعاشی ترسره کړي په کومه چې یې ته لونګین نازیږي

جميل
میلمه
جميل

داسی ښکاری چی امريکايی سياستوال ډير احمق دی ، دوی په کوم عقل هغه ناکامه خليلزاد چی په لمړی ځل يی هم هيڅ لاسته راوړنی نه درلودی بيا خپل استازی وټاکه . ټرمپ بايد په پوه شی چی دا مکار او بيعقله خليلزاد ته تر امريکايی ګټو خپلی ګټی لمړيتوب لری هغه داچی دی د اسلام سره کلکه عقده او کرکه لری ، چی وس يی کيږی طالبانو ته تاوان پيښول غواړی چی دا بيا د سولی لپاره مذاکرات د ځنډ او خنډ سره مخامخ کوی . ټرمپ ته لازمه ده چی بل استازی وټاکی اوپه غوږکی داهم ورکړی چی… نور لوستل »

Afghan Mangal
میلمه
Afghan Mangal

د کفارو بنیاد په فریب او مکر ایښی دی په ورځ کی سل ځله خپل موقف بدلوی رابدلوی او په خپله خبره ثابت نه پاتی کیږی. اوبه خړوی مهیان پکی نیسی.
توجه، ویښتیا، ځیرکتیا او هوښارتیا ته ډیر زیات ضرورت دی. افغان ولس ته په هر ډګر کی د بریا په هیله.

Badetkhan
میلمه
Badetkhan

دالله تعالی ځمکه پراخه دی چې الله تعالی ته څوک منقاداوغاړه ایښودونکی وي اودالله تعالی رضاغواړي هغه به واحدمتعال په اوراواوبوکي سالم ساتي دطالبانوبروسه نه په قطراونه په پاکستان اونه په بلچا سته یواځې دالله په نصرت باوردی الله تعالی به یې ملګری وي ان شاءالله