د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او د ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد

طالبان: که امريکا په مذاکراتو کې رښتيني نه وي، روانې خبرې به ورسره وځنډوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومی۱۳۹۷ل): طالبان وايي، چې له تېرو نږدې دوو لسيزو راهيسې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، چې موخې او  کړنلاره يې مشروعه او روښانه ده.

طالبانو نن سه شنبه  په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د مبارزې موخه يې د بهرنيو پوځيانو ويستل او په هېواد کې اسلامي نظام راوستل دي.

اعلاميه زياتوي، چې د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د نظامي مقاومت سربېره سياسي لارې چارې هم پر مخ بيايي او د دې لپاره يې په قطر کې سياسي دفتر شته او هر څوک ورسره د سولې په تړاو اړيکې نيولی شي.

طالبان وايي، چې امريکا د خپلو پوځيانو د وتلو او اشغال پای ته رسولو پر ځای په نورو غیر ضروري موضوعاتو کې ځان او دوی ښکېلول غواړي، چې دا کار دوی ته د منلو  وړ نه دی.

طالبان ټينګار کوي، چې د افغانستان روانې کشالې حل کول د دوی حق دی، چې څنګه او چېرته يې حل کوي.

اعلاميه زياتوي، چې روان بحران يوازې په رښتينو خبرو پای ته رسېدی شي او په دې اړه هېڅ ډول  فشارونه دوی له خپلې موخې نه شي ګرځولی.

طالبانو پر امريکايي ديپلوماتانو تور پورې کړی، چې د سولې په خبرو کې له فریب او چل څخه کار  اخلي او د افغانستان اشغال د پای ته رسولو پر ځای د خپلې خوښې په موضوعاتو وخت تېروي.

طالبانو يو ځل بيا وړانديز کړی، که امريکا په رښتينې معنا د سولې خبرو ته ليواله وي، نو بايد د افغان ولس مشروعې غوښتنې ومني او  که د مذاکراتو په نوم ښکېلاکي دسيسې په کار اچوي، نو دوی به ورسره د سولې روان بهير تر نامعلومې مودې وځنډوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

د سيمې هيوادونو په تېره بيا تر خپل منځ بدمرغ وروڼو عرب هېوادونو ته نه ښايي چې د طالبانو پر سر خپلې ماشومانه بدبينئ وپالي.

طالبان نبايد د قطر او سعودي تر منځ روانو سياليو قرباني شي، زه وړانديز کوم چې د طالبانو سياسي ټيم دې خپلې کډې احتجاجا له جزيرة العرب څخه و ماليزيا يا بل مناسب هيواد ته بار کړي.

له بلې خوا که ښاغلی خليلزاد د خپل ورسپارل شوي ماموريت پاتې مياشتې په غير مطلوبو مسايلو ضايع کړي نو هيله شته چې ښاغلی ټرمپ به يې په کونه لرګئ ومنډي.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

غوربندی صاحب سلامونه عرب قومونه او دولتونه ټول د دین کتابونه ګوری ،بیا اجرات کوی،ڼن صبا د عرب علما په کتابونو پراته دا فیصله یی کړیده ،چه دا جنګ کومه دینی جنبه نه لری،د مذهب په نوم وینه توییدنه ده. د افغانستان جګړه پرون مولانا فضل الرحمن هم جهاد ونه بلله، مالیزیا به هم طالیبانو ته شه راغلاست ونه وایی،اندونیزیا علما مخکی فتوا ورکړی ده چه د ورور وژنه ده، پاکستان هم په اقتصادی کړکیچ اخته ،عمران خان د ملنګانو کچکول په غاړه کی اچولی او دا سندره وایی. د ملنګی کچکول په غاړه ګرځومه یاره………..وخت د مازدیګر ډالرونه ټولوومه..… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

غمي خانه شاباش، ښه پيچکاري شوي ددالرو تبليغات چي ئي.دتا مذاکرات خو له يهوديانو سره هم روان دي او دهغه يهود سوال ته دځواب ورکړ او که نه، او دا هم رامعلومه کړه چه ترجمان د څوک دي. کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

کاروان صاحب سلامونه او نیکی هیلی زه ولسی سړی یم ،او هیڅ څوک ډالر نه راکوی.فقط دا خپل مسولیت ګنم چه عزیزانو ته ولیکم چه.محبت خور کړی.جنګ جګړه خو دا څلویښت کاله جریان لری. کاروان صاحب،یهودی ته می هماغه د سلیمان او د غوربندی خبری ترجمه او ورولیږلی ،خو قناعت یی حاصل نه شو.نوری پوښتنی یی مطرح کړی ،بی ځوابه شوم ،ور څخه وتیښتیدم ،او الحمد لله په تیښته کی کامیاب هم شولم، پرون یی هم مسیج کړی وه.چه ګویا ته خو ورک شوی.خو ما تر نا معلومی نیټه پوری په مخه ور ښه کړه. هو ڼن صبا دا انترنیت… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

غميه

دا به يو بلواک او غلامانه تفکر وی چې د سولې د مذاکراتو په اړه د پاکستان د مالکيت يادونه کوو.

دا د کتابونو خبره نه بلکه د متقاعد جنرال نيکولسن صاحب فارموله وه چې افغان مقاومت باندې يۍ مذهبي فشارونه وارد کړل خو هيڅ ځای ته ونه رسيدل.

پتنګ
میلمه
پتنګ

افرین اوسل ځله افرین دنر زامنو هر وخت مو زما دزړه خبرې لیکلې او عملي کړې دي !!

محمد
میلمه
محمد

امریکابه زي لکه سپی ځکه دبل پرملک دسلطنت راج چول امکان نه لري نه په تاریخ کي سوي دي خومذدورانوته ئي عمومي عفوه وکړي دوي اوس له وهم پرتګونه خراپه وي امریکاته زاري کوي چي موږهم په جریان درشریک کړي دوي تت صرف دژوندتضمین ورکړي چي نه مووژنوپرخپلوکوروکښیني نورامریکاځان خلاصه وي جنګ ئي تروس تیرسوزي به لکه خښته