Media-300x228

رسنۍ، ټولنه او اسلام

مولوي انوارالحق

رسنۍ یا د ابلاغ او اعلام وسائل د هرې انساني ټولنې یو لازمي جزء دی. انسان ته الله تعالی ټولنیز فطرت ورکړی دی په همدې اساس هغه ته د ژوند په هره لحظه کې له بل چا سره د رابطې ضرورت پیدا کیږي؛ د همدغه رابطې لپاره د آلې کار رسنۍ ادا کوي.

که احساسات او جذبات وي، که د پیغامونو تبادله وي او که د افکارو او نظریو عامول وي ټول  د رسنیو په واسطه سر ته رسیږي. د اوسني وخت د شرائطو او وضعیت مطابق د یوې ټولنې پرمختګ هغه وخت ممکن دی کله چې یې رسنۍ مضبوطې او مستحکمې وي.

د رسنیو پیژندنه

له رسنیو څخه مراد ټول هغه وسائل او ذرائع دي چی یو انسان یې بل ته د خپل پیغام د رسولو په وخت کې استعمالوي.

الله رب العزت په انساني جسم کې د پیغام وصولولو  لپاره دوه ذریعې پیدا کړې دي، سمعي او بصري، لهذا په رسنیو کې ټول هغه شیان شاملیږي چې د اوریدلو یا د لیدلو له قبیلې څخه وي.

د نن سبا په پرمختللي دور کې د نورو شعبو په ډول رسنیو هم ډیر پرمختګ کړی دی او د هرې ورځي نويو نویو ایجاداتو رسنۍ هم ډیري تیزي کړې دي، د پیغامونو تبادله د میاشتو او ورځو له انتظاره تر لمحو پوري را ورسیده، نن سباهر وګړی له بل څخه د بټن وهلو په اندازه لېري دی، یعني کولای شي یوازې د مبایل یا کمپیوتر د بټن وهلو په ذریعه په څو ثانیو کې خپل پیغام او خبره تر مخاطب پورې ورسوي.  دا ټول د رسنیو د تیزیدلو ثمره ده.په اوسني دور کې د نړۍ په هر کونج کې یوه کیدونکې واقعه په یو څو شیبو کې د دنیا تر بله کونجه پوري د خبر په شکل کې رسیږي.

رســـــــنۍ او اســــــــــــلام

په هره انساني ټولنه کې د رسنیو کردار یو مسلم حقیقت دی، یوه ټولنه هم تر هغو پورې ښه پر مختګ نشي کولای تر څو چې په هغه ټولنه کې د ابلاغ او اعلام د وسائلو بنیاد مضبوط او مستحکم نه وي.

د بني آدم له پیدا کېدلو سره سم الله تعالی د رهنمایي او هدایت لپاره د پیغامونو سلسله جاري کړه. خپلو مقربو بندګانو ته یې دا ذمه واي ور په غاړه کړه چې هغه به د خالق او مخلوق تر منځ د تبلیغ فریضه سر ته رسوي او د الله تعالی مخلوق ته به خپل خالق ور پیژني، تر څو مخلوق د خپل خالق اطاعت وکړي.

لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:  وان من امة الا خلا فیها نذیر.

او په بل ځای کې فرمایي:  وما ارسلنا من رسول الا لیطاع باذن الله.

او همدا ډول یو بل ځای کې فرمایي: وما علی الرسول الا البلاغ المبین.

په ټوله کې ویلی شو چې چې انبیاء کرام به په خپله ټولنه کې د ابلاغ او پيغام رسولو تر ټولو د مضبوط، اعلی او دمؤثر کردار خاوندان وو، نو له همدې وجې به هغوی د ټولنې په هر وګړي باندي په فکري،علمي اوهر اړخیزه سطحه باندې مؤثر وو.

په ټول اسلامي تاریخ کې کله هم داسي نه دي شوي، چې د انبیاء کرامو په کردار او اخلاقو دې چا نیوکه کړې وي. انبیاء کرام د ټولنې د تربیت، د افرادو د جوړولو او د ټولنې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي  نظام د اصلاح لپاره رالېږل شوي دي .

لهذا دا ضروري وه چې د هغوی اخلاق او افعال په ټوله ټولنه باندي فوقیت ولري او په خپله تر انبیاء کرامو د پیغام رسولو لپاره چی د کومي ذریعې انتخاب شوی و هغه هم دومره مضبوطه او قابل اعتماد وه چې په خبره کې یې د هیڅ قسم ردوبدل امکان نشته، الله تعالی فرمایي: نزل به الروح الامین.

اسلام او د الله تعالی اخیري پیغام تر قیامته پوري راتلونکو ټولو انسانانو لپاره د کامیابی ضامن دی لهذا دغه پیغام تر اخیري انسان پوري درسولو ذمه واري هم الله تعالی په انسانانو باندي ایښې ده.

اسلام نه صرف د دغه تبلیغ لپاره د رسنیو ترغیب راکړی، بلکې په یوه مسلمانه ټولنه کې یې د استعمالولو آداب او د مبلغینو اوصاف هم ډیر په تفصیل سره بیان کړي دي .او صرف دا نه، بلکې د یوه  اعظم مبلغ په صورت کې یې نمونه هم را ښکاره کړې ده، تر څو د تبلیغ او پيغام رسولو طریقه او د تبلیغ آداب موږ ته مبهم پاتي نشي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله زمانه کې د تبلیغ لپاره هره مروجه ذریعه استعمال کړه او دا یې هم واضحه کړه چی د الله تعالی اخیري پیغام تر ټولې نړۍ  پوري د رسولو لپاره به له ټولو موجوده امکاناتو او وسائلو څخه  کار اخلو او دا به صرف جائز نه، بلکې یو مقصودي کار ګڼو.

د رسنیـــــــــــو اهمیــــت

رسنۍ په ټولنه باندې دومره ژور اثرات لري چې د هغو په ذریعه سره د یوې ټولنې فکري نظري عملي، سیاسي او اجتماعي بنیادونه ولاړ وي. رسنۍ د یوې ټولنې حقیقي تصویرونه وړاندي کولای شي خو په دې شرط چې رسنۍ په سمو بنیادونو باندې ولاړه وي، کنه نو د تعمیر پر ځای په ټولنه باندې د بدو تأثراتو سبب ګرځیدلای شي.

د یو هیواد نظام إبلاغ د هغه هیواد اقتصادي، ټولنیز، جغرافیایی او سیاسي وجاهت ته ښکلا وربښي. صرف دا نه چې رسنۍ د افرادو په تربیت کې معاون اومددګار ثابتیدلای شي، بلکې د هیواد په حالاتو، صنعت اوتجارت، امن، روغتیا،  او داتحاد او اتفاق د فضاء په پیدا کولو کې هم  اهم او مؤثر رول لوبولای  شي.

د رسنیـــــــــــو آداب

یوه ټولنیزه اداره په ټولنه کې هغه وخت مثبت رول لوبولای شي کله چې هغه په خپله هم  په مثبت سوچ، تعمیري طرز عمل او د ولس د کامیابي په نظریه باندې ولاړه وي.د یوې ادارې د مثبت اثراتو د پیدا کولو لپاره لازمه او ضروري ده چې د هغې لازمي رول له منفی سوچ څخه محفوظ وي.

رسنۍ یوه مهمه ټولنیزه اداره ده په ټولنه باندې د رسنیو له  اثراتو څخه انکار له بدهیاتو څخه انکار کول دی.لهذا ضروري ده چی د رسنیو اصول، ضوابط، حدود او قیود په داسي بنیادونو باندې ولاړ وي چې د هغو په واسطه سره هر عمل د تعمیري او مثبت سوچ پیدا کونکی وي.

د یوې ادارې د اصولو، ضوابطو او آدابو دارومدار د هغې په مقاصدو پسې تړلی وي. د رسنیو مقصد د ټولنې د جوړښت ترڅنګ د ټولنې د افرادو تربیت او په ټولنه کې نظریاتي او عملي سوچ پیدا کول دی. په هره ټولنه کې د الله تعالی له طرفه د پیغمبر د بعثت بنیادي مقصد به  هم همدا و.

خو له بده مرغه نن سبا اکثرو رسنیو خپل سپیڅلتوب له لاسه ورکړی دی،  د ټولنې جوړښت خو څه بلکې هغه څه ټولنې ته وړاندې کوي چې د ټولنې اخلاقي او معنوي بنیادونه نړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د