د ويرات کوهلي ۳۹مه سليزه؛ هند دويمه سيالۍ کې بريا خپله کړه/ ويډيو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د هند او استراليا کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه يو ورځنۍ سيالۍ کې ويرات کوهلي د خپل کيريئر په زړه پورې ۳۹مه سليزه ووهله.

په دغه سيالۍ کې چې هند لوبډلې دويمه توپوهنه کوله د ويرات کوهلي او ايم ايس ډهوني مسوولانه او باور لرونکي لوبې يې لوبډلې ته د شپږ ويکټو په توپير بريا ورکړه.

ډهوني چې د لوبې پای اوس هم په شپږيزه کوي، نوموړي لومړی تر فشار لاندې خو په پای کې يې په زړه پورې لوبه وکړه او ټاکلی هدف يې پوره کړ، په دې سره هند سيريز ۱-۱ مساوي کړ.

له بل پلوه لوبډلمشر ويرات کوهلي چې هر وخت يې په سليزه لوبډلې ته بريا ورکړې وي يو وار بيا وځليد او د خپل کيريئر ۳۹مه سليزه يې ووهله، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

په دغه لوبه کې استراليا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، د شان مارش سليزې او د ګلين ميکسويل چټکې توپوهنې يې منډې تر ۲۹۸ ورسولې، بهووينشور کمار څلور مهمې ويکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې هند لوبډلې ښه پېل وکړ، د کوهلي او ډهوني ملګرتيا تر ټولو غوره وه، خو کوهلي له سليزې وهلو وروسته وسوځېد او ډهوني تر پايه ولاړ وو آن چې په ۵۰م اور کې يې بريا حتمي کړه.

ياده دې وي چې په لومړۍ سيالۍ کې استراليا هند لوبډلې ته د ۳۴ منډو په توپير ماتې ورکړې وه، د دواړو ترمنځ پريکړه کوونکې سيالۍ په ميلبورن لوبغالي کې د جمعې په ورځ ترسره کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د