افغان سولې کې د طالبانو «راضي کولو» لپاره امريکا له پاکستانه مرسته غوښتې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶مرغومی۱۳۹۷ل):  د افغانستان سولې او طالبانو د مذاکراتو مېز ته حاضرولو په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړې  مرستيالې ليزا کورټ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره ليدنه کړې ده.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد د خپل ماموريت په لړ کې اسلام اباد ته سفر وکړي، خو د نامعلومو دلائلو له امله يې سفر ځنډول شوی دی.

خلیلزاد اوسمهال په کابل کې دی او په لنډ وخت کې به اسلام اباد ته سفر وکړي.

اسلام اباد ته د ليزا کورټس د سفر په اړه ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو ديپلوماتيکې سرچينې وايي، چې نوموړې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې کې د طالبانو حاضرولو سربېره له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په ويستلو هم خبرې کړي دي.

د افغانستان بحران د پای ته رسولو په اړه د امریکا او طالبانو دوه ځله مخامخ ناستې په قطر او يو ځل په تېر دسمبر مياشت کې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنې ابو ظبۍ کې وشوې.

که څه هم  په ظاهره امريکا او طالبانو د ابوظبۍ ناسته ګټوره بللې وه، خو ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې  دغه ناسته کې د طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ فضا ترينګلې وه.

له دغې ناستې وروسته د ګډ حکومت سرچينو ويلي و، چې د سولې څلورمه ناسته به د سعودي په کوربه توب جدې ښار کې وي، خو طالبانو په دغه ناسته کې له ګډونه انکار کړی و.

دا ځل، چې ښاغلي خلیلزاد د سيمې څلورم سفر پيل کړی، له طالبانو سره د ناستې په اړه يې کوم اعلان نه دی کړی.

ځينې سرچينې وايي، چې امريکا د پاکستان، متحده عربي  اماراتو او سعودي په لاس پر طالبانو فشارونه زياتول غواړي، تر څو طالبان د امریکا غوښتنې ومني، خو طالبانو په خپلې وروستۍ اعلاميه کې پر امريکا تور لګولی، چې د سولې په خبرو کې رښتيني نه دي او ګواښ يې کړی، که امريکا د سولې له اصلي خبرو د وتلو هڅه وکړي، دوی به دا پروسه وځنډوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د