ارشیف

هلمند؛ د غلا او لوټ په جرم ۱۱ عسکر محاکمه شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): هلمند کې يوې نظامي محکمې له ګڼو هغو عسکرو چې د کندهار – هرات پر سړک يې خلک لوټل، له ۱۰ تر ۱۵ کلونو پر بند محکوم کړل.

دا نظامي محاکمه چې پکې د ملي دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي هم موجود و، هلمند کې دایره شوه، چې پر اساس يې د ملي اردو او پولیسو ۱۱ تنه د وسله‌والې غلا او د پر لویو لارو د لوټ او تالان پر جرم له ۱۰ تر ۱۵ کلونو محکوم شول.

د هلمند اوسېدونکي د دې پرېکړې هرکلی کوي، خو زیاتوي چې دا د ګڼو هغو عسکرو له ډلې بېخې لږ دي، چې ولس ځوروي، لوټي او پر لویو لارو د غلا تر څنګ د خلکو کورونو ته د لوټ لپار ور اوړي.

نظامي محکمې په داسې حال کې یوازې یوولس تنه عسکر د غلا په تور محاکمه کړي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د عملیاتو په پلمه د کورونو لوټل او د قیمتي سامانونو وړل د کورنیو او بهرنیو عسکرو عادت ګرځېدلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د