له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو طرحه رد شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): د برتانيې پارلمان د لومړۍ وزیرې تیرزا مې هغه طرحه د رایو په اکثریت رد کړله، چې پر اساس يې باید برتانيه له اروپايي ټولنې وتلې وای.

که څه هم هغې په دې اړه پرېکړه کول یو لوی مسؤلیت یاد کړ، خو د پارلمان ۴۳۲ تنو د هغې د طرحې پر خلاف رایه ورکړه او یوازې ۲۰۲ تنو ورسره موافقت وکړ.

ویل کېږي د برتانیې حکومت به د بدیلې طرحې پر ځای ټولپوښتنه وکړي، چې درې کاله وړاندې يې هم دا چاره ترسره کړې وه.

د برتانيې حکومت د ۲۰۱۶ز په جون کې هم په دې اړه ټولپوښتنه وکړه، چې پکې تر ۷۲ سلنه ډېرو خلکو ګډون کړی و او ۵۱،۸ سلنې خلکو له اروپايي ټولنې د بېلتون په تایید کې او ۴۸،۲ سلنې نور په مخالفت کې رایه ورکړه.

برتانيې په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپا په اقتصادي ټولنه کې عضویت واخېست. دغه ټولنه وروسته په اروپايي اتحادیه بدله شوه، چې په خپلمنځ کې یې تعرفي راکمې کړې او هم له بهره چې څه اروپا ته واردیدل یو ډول تعرفه به پرې لګېدله.

هغه مهال چې برتانیې په اروپايي اتحادیه کې عضویت واخېست په دې اړه شکایتونه زیات شول چې د ازادې سوداګرۍ لپاره جوړه شوې ټولنه د سیاسي موخو لپاره استعمالیږي او له کبله یې د ډيرو غړو هېوادونو خودمختاري او ازادۍ ته زیان رسیږي.

له اروپايي ټولنې نه د بېلتون تر ټولو ډېر مخالف کارګر ګوند دی، چې پر پاتې کېدو ټینګار کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د