
د ټولنيزو رسنيو غلط استعمال مو غلطو پريکړو ته هڅوي
نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۶ مرغومی، ۱۳۹۷ل): نوې څيړنې ښيي چې د مشهورو ټولنيزو (فيسبوک، ټويټر) او نورو رسنيو له اندازې زيات او بېځايه استعمال مو په ذهني ناروغيو اخته کوي.
د مشي ګن سټيټ پوهنتون څخه نوي خپاره شوي راپورونو د ټولنيزو رسنيو استعمال او د غلطو پريکړو ترمنځ ژوره اړيکه ښودلې ده.
دوی يوه سروی ترسره کړې چې په کې له ۷۰ کسانو څخه پوښتنې ترسره شوې، دوی څخه ددوی د کار او کارونو ترسره کولو پوښتنې وشوې، يوه مهمه پوښتنه د ټولنيزو رسنيو استعمال او پر زده کړو يا وظيفې کولو يې اغيز وڅيړل شو.
دا ډول پوهانو د يادو کسانو ترمنځ يوه داسې لوبه ترسره کړه چې د عقل، فکر، نفسياتو او ارواپوهنې له لارې حل کېده، د لوبې په پای کې څرګنده شوه، کوم کسانو چې پر ټولنيزو رسنيو زيات وخت تير کړی او ددې غلط استعمال يې د هغو په پرتله چې سم او کم استعمال يې کاوه په لوبه کې غلطې پريکړې وکړې.
په دغه سروی کې عين پوښتنې له نشيانو هم ترسره شوې، له دوی څخه هم دغه ډول ستونزه څرګنده شوه، پوهان وايي چې د ټولنيزو رسنيو غلط او زيات استعمال هغومره زيان انسان ته رسوي څومره چې بېلا بېل نشيي توکي رسوي.
يوازې دا نه، بلکې ټولنيزې رسنۍ د نورو ذهني او اعصابي ډول ډول ناروغيو لامل هم کيږي، پوهان وايي ددې استعمال بايد عادت ونه ګرځول شي او د يو مثبت او اړتيا په ډول استعمال شي.