ارګ وايي زلمي خلیلزاد ورسره د سفرونو معلومات شریک کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶مرغومي، ۱۳۹۷ل): له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له محمد اشرف غني او د هغه د سولې په نوم له جوړ کړي ټیم سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي دواړو لوریو د سولې اړوند بحث کړی او زلمي خلیلزاد ورته د سفر «معلومات ورکړي دي.»

دغه ناسته چې تېر ماښام په ارګ کې شوې، په اړه يې نن سهار زلمي خلیلزاد هم ټویټ کړی او لیکلي يې دي چې د حکومت له مشرانو سره يې پر سوله خبرې کړې دي.

د پاکستانۍ رسنۍ ډان په قول زلمی خلیلزاد به له کابل وروسته اسلام اباد ته وخوځېږي او هلته به پنځه ورځې پر خبرو اترو بوخت وي.

دا په داسې حال کې دی چې له پاکستاني چارواکو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړې مرستیالې لیزا کورټ د لیدنې خبر هم ورکړل شوی دی.

اسلام اباد ته د ليزا کورټس د سفر په اړه ډېر معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو ديپلوماتيکې سرچينې وايي، چې نوموړې له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان سولې کې د طالبانو حاضرولو سربېره له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په ويستلو هم خبرې کړي دي.

ځينې سرچينې وايي، چې امريکا د پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي په لاس پر طالبانو فشارونه زياتول غواړي، تر څو طالبان د امریکا غوښتنې ومني، خو طالبانو په خپلې وروستۍ اعلاميه کې پر امريکا تور لګولی، چې د سولې په خبرو کې رښتيني نه دي او ګواښ يې کړی، که امريکا د سولې له اصلي خبرو د وتلو هڅه وکړي، دوی به دا پروسه وځنډوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

بس د خليلزاد خولۍ په غوړوکي سوې ده. هر هيواد ته چي يې زړه غواړي په ډول ډول نومونو او پلمو سفرونه کوي او ښه ډبل معاشونه او سفريې به هم اخلي.د باطلو او باطل پالو هر کار باطل وي او شته يې هم پر باطلو ځي. د امريکې ټولي شتمنۍ په امريکا او نوره نړۍ کي دغسي خلک خوري او پای هم بې ادبي معاف کو.. څيري کرک مړوي.